1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اطريش له گولان څخه خپل سرتيري راباسي

محمد قاسم نوري (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۲, چهارشنبه

په داسي حال کي چي د ګولان له تپو څخه د ملګرو ملتو د ماموریت په چوکاټ کي، د اطریش د شنو خوليو پوځیانو لومړنۍ ټولۍ وتلې ده، په اسرائیلو کي دا اندیښنه مخ پر ډیریدو ده، چي په ګولان کي به د ملګرو ملتو ماموریت پای ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/18oSq
GettyImages 170365124 United Nations (UN) Austrian peacekeepers cross the Israeli army crossing of Qunetra between Syria to the Israeli annexed Golan Heights on June 12, 2013. Austrian troops in the UN monitoring force on the Golan Heights began withdrawing, days after Vienna decided to quit the mission over security concerns, an AFP photographer said. AFP PHOTO/MENAHEM KAHANA (Photo credit should read MENAHEM KAHANA/AFP/Getty Images)
Österreichische UN-Soldaten beginnen Abzug aus Golanانځور: AFP/Getty Images

د ملګرو ملتو څه ناڅه۷۰ اطریشي شین خولي پوځیان د ګولان د تپو د القنیطره پوستې څخه ، چي د سوریې او اسرائیلوتر منځ د اوربند کرښه ده، د خپلو زغره والو ټانکونو په مرسته اسرائیلو ته تللي دي.

د اطریش حکومت د جون میاشتي پر ۶ د خپلو ۳۸۰ شنو خوليو سرتيرو د وتلو اعلان کړی وو او د هغه دلیل یې دغه ماموریت ته د سوریې د داخلي جنګ څخه مخ پر زیاتیدونکی خطر بللی وو.

حایله سیمه

د ملګرو ملتو د شنو خولیانو دغه ماموریت له ۱۹۷۴کال راهیسي د اسرائیلو اود هغه د شمالي هیوادو، لبنان او سوریې تر منځ څه ناڅه۷۰ کیلومتره اوږده غیر نظامي سیمه کنټرولوي.

اطریش له اوله په دغه ماموریت کی برخه درلوده او د هغه د تقریباً۱۰۰۰ شنو خولیانو څخه یې۳۸۰ تنه په اختیار کي ورکړي وه. د دوی پرڅنګ نور مهم ځواکونه د هندوستان او فلیپین هیوادونو څخه دي.

د اطریش تر مخه کاناډا، جاپان او د همدغه کال په مارچ کي کروشیا خپل پوځیان د ګولان له سيمي څخه راوایستل. د روسیې دا وړاندیز چي د اطریشي پوځیانو ځای دي ونیسي، د ملګرو ملتو د امنیت شورا په دې دلیل رد کړ، چي د دغي شورا د دایمي غړي په حیث روسیه نه سي کولای د UNDOF ماموریت په چوکاټ کي ګولان ته عسکر ولیږي.

د ګولان له تپو څخه د اطریشي شنو خوليو پوځیانو د ایستلو له کبله په اسرائیلو کي اندیښنې

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نیتانیاهو په وارو وار ویلي دي، چي تر هغه پوري چي له سوریې څخه د دوی په مقابل کي زورزیاتی و نه سی، دوی به د دغه هیواد په کورني جنګ کی مداخله و نه کړي. خو د UNDOF ماموریت قطعي ختمیدل به حالت نور هم خراب کړي.

د اسرائیلو د استخباراتي ادارې یوه مامور چي نه یې غوښتل نوم یې واخيستل سي، وویل چي «زموږ لویه اندیښنه دا ده چي موږ به په ګولان کي داسي حالت ولرو، لکه د غزې په تراډه کي. مذهبي تندلاري به له سوریې څخه زموږ پر مدني ټولنه باندي توغندی و توغوي.»

اسرائیلو د ګولان مهمي ستراتیژیکي تپې د ۱۹۶۷ کال په شپږ ورځني جنګ کي ونیولې. خو د ملګرو ملتو د UNDOF په چوکاټ کي شنو خوليو په ۱۹۷۳کال کي د یوم کیپور تر جنګ وروسته د ګولان تپو ته ولاړل.

کلونه کلونه د ګولان د تپو ماموریت یو اسانه او ارام ماموریت وو، خو د اسرائیلو سرحد ته د سوریې د جنګ ورغزیدل، دغه ماموریت هم له خطر سره مخامخ کړی دی.