1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اطریش غواړي له ایټالیا سره په سرحد کي کنترول پيل کړي

۱۳۹۶ تیر ۱۳, سه‌شنبه

په ایټالیا کي د مهاجرو مخ پر ډېرېدونکي شمېر ته په کتو سره اطریش غواړي له ایټالیا سره په سرحد کي کنټرول زیات او عسکر ورولیږي. زغروال ټانکونه همدا اوس هم هلته ورلیږل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2ftF9
Grenzübergang Österreich - Italien
انځور: imago/Eibner Europa

د اطریش حکومت غواړي له ایټالیا سره سرحد ته تر۷۵۰ پوري عسکر ورولیږي. د دفاع وزیر هانس پیتر دوکوڅیل اطریشۍ ورځپاڼي «کرونین» ته ویلي دي، چي «په ایټالیا کي د مهاجرو بهیر ته په کتو سره موږ باید تیارئ ونیسو.» هغه زیاته کړې، «زه په دا لنډ وخت کي دې ته انتظار کوم، چي سرحدي کنټرول رامنځته او د پوځ د ماموریت غوښتنه وسي.»

د رپوټو پر اساس د سرحد د ډاډمنتیا له پاره ۷۵۰ عسکر په اختیار کي ورکول کیږي. د تیري شنبې او یکشنبې په ورځو د اطریش د دفاع وزارت سرحد ته څلور زغروال ټانکونه هم ولیږل.

په ایټالیا کي د مهاجرو مخ پر ډېرېدونکي شمېر ته په کتو سره جرمني د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر کي د شینگن د ساحې د لمړني هیواد په توگه د بایرن- اطریش ترمنځ سرحدي کنترول رامنځته کړ. وروسته اطریش، ډنمارک، سویډن او ناروې هم سرحدي کنټرول رامنځته کړ. اطریش تر اوسه پوري یوازي له هنگري سره سرحد کنټرولوي، خو له ایټالیا سره د برینر پاس په نوم سرحد کنټرولیدو ته هم تیارئ نیسي.

د اروپايي ټولني له خوا ډیره مرسته

په دې منځ کي اروپايي ټولني ایټالیا ته د ډیري مرستي او ملاتړ وعده ورکړې ده، تر څو له افریقا څخه د مهاجرو پر هجوم باندي غلبه حاصله کړي. د جرمني، فرانسې او ایټالیا د کورنیو چارو وزیرانو او همدارنگه د اروپايي ټولني د مهاجرو مسؤل کمیسار د دوشنبې په ورځ تر یوې لیدني کتني وروسته اعلان وکړ چي د لیبیا د سرحدي ساتونکو روزنه او ښونه او تمویل به یې تر پخوا ښه سي او پناه غوښتونکي به ډیر ژر سره وویشل سي. سربیره پردې باید دا هم وڅیړل سي چي له لیبیا سره جنوبي سرحد څنگه په ښه ډول سره کنترولیدلای سي؟

اروپايي ټولني همدارنگه تیاری ښوولئ دی چي له ایټالیا سره ډیر مالي مرستي وکړي. په همدې اوونۍ کي به لا د اروپايي ټولني کمیساري د مهاجرو پر بحران د غالبیدو په خاطر له ایټالیا او یونان سره د مرستو په باب سلا مشورې وکړې.

د ملگرو ملتو د مهاجرو عالي کمیسارۍ په حواله د ۲۰۱۷م کال په لومړۍ نیمايي کي د مدیترانې له لاري ایټالیا ته ۸۳۶۵۰ مهاجر رسیدلي دي چي د پروسږکال عین وخت په پرتله تقریباً یو پر پنځمه برخه ډیر دي. تر ۲۰۰۰زيات انسانان له دغي خطرناکي لاري څخه د تیریدو پرمهال ډوب سوي هم دي.

زموږ له ارشيف څخه: