1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اغزن سيمان په اروپا کې ځای نه لري»

۱۳۹۴ آبان ۷, پنجشنبه

د ارپايي ټولني کمېسیون مشر ژان کلاود يونکر او د اتریش لومړي وزیر خبرداری ورکړی دی، چې اغزنو سيمانو ته نور په اروپا کې ځای نه شته. تر دې لږ دمخه ويانا له سلوانیا سره په سرحد کې د اغزن سیم د تيرولو وړانديز کړی وو.

https://p.dw.com/p/1GwSJ
انځور: Reuters

د چهار شنبې په ورځ د يونکر او فېمن تر مینځ په تیلفوني خبرو کې ويل شوي دي چې اغزن سيم نور په اروپا کې ځای نه لري.

د چهار شنبې په ورځ د اغزن تار په اړه د اتریش او سلوانیا تر مینځ پراخي خبري و شوې. د اتریش د کورنیو چارو وزیر تیره اوونۍ مخکي له دې چي د سه شنبې په ورځ دغه هيواد له سلوانيا سره په سرحد کي موانعو جوړولو وړانديز وشي د يو لړ امکاناتو خبره وکړه.

ميکل لايټز د چهارشنې په ورځ وویل چې د اغزن تار غځول په دې معنا نه دی چې سرحد دي په بشپړه توګه بند شي. هغې وویل: «د سرحد بندول زموږ هیواد ته د مهاجرو د راتګ کنترول او بشپړ اطمنان راکوي همدارنګه دغه اغزن تار د تیریدو راتیریدو دروازه هم لري».

هغه وویل چې چارواکي وايي دغه موانع به تقریباً د ۱۵ کیلومیترو په اوږدو کې جوړي شي چې دواړه وړاړه او لوی سرحدونه به پکې راونغاړل شي.

د اتریش او اروپا د مهاجرت کړکیچ

د اتریش د کورنیو چارو وزیر یوې اتریشۍ راډیو ته وویل چې زموږ موانع به د هنګري د اغزن تار په ډول نه وي. بوداپست له سربستان او کروشيا سره خپل سرحدونه په اکتوبر مياشت کې تړلي دي او کوښښ کوي چې د مهاجرو ستر بهير پر کروشیا ور واړوي.

د چهارشنبې په ورځ په تلیفوني خبرو کې، يونکر او فیمن دا خبره تکرار کړه چې د يکشنبې په ورځ د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو په بېړنۍ غونډه کې پريکړه وشوه چې په بالکان هیوادنو کې د انساني ناورين مخه ونیوله شي.

د تړون له مخې د ختیځ بالکان په ۵۰۰۰۰ ځایونو کې له هيوادونو سره همږي بهتره شي. او د اروپايي ټولني د سرحدونو د څار آژانس (فرانټیکس) پرسونل اضافه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب