1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افراطي «اسلامي دولت» ډلې ډیر شمیر یزیدیان آزاد کړي

آژانسونه۱۳۹۳ دی ۲۸, یکشنبه

د «اسلامي دولت» په نوم تندلارې ډلې د عراق په شمال کې لږ تر لږه ۲۰۰ یزیدیان آزاد کړي دي. ویل شوي دي چې په آزادو شوو کسانو کې زیاتره زاړه او ناروغه کسان شامل دي.

https://p.dw.com/p/1EMGy
انځور: picture-alliance/abaca/Depo Photos

په یو شمیر رپوټونو کې خو آن د یزیدي لږکیو له مذهبي ډلې سره تړاو درلودونکو د ۳۵۰ کسانو د آزادیدو خبره شوې ده. زیاته شوې ده چې دغه آزاد کړای شوي کسانو ته د عراق په شمال کې د کردي ملیشو او چارواکو له لورې هرکلی ویل شوی دی.

د «پیشمرگه» په نوم د کردي جنگیالیو یوه تن جنرال ویلي دي چې په آزادو کړای شوو کسانو کې ښځې، ناروغه ماشومان، زاړه خلک او په رواني ناروغیو اخته کسان شامل دي. نوموړي جنرال زیاته کړې ده چې کردي ډاکټرانو او روغتیاپالو له هغوی سره لومړنۍ طبي مرستې کړي دي.

د خدر دوملي په نوم یزیدي فعال داسې گومان کوي، چې د «اسلامي دولت» جهادیانو دغه بندیان یو اضافي بار گڼلی او نور نه یې غوښتل چې زړو او ناروغو کسانو ته خواړه ورکړي. د هغه په وینا له دې کبله یې دغه کسان بیرته آزاد کړي دي.

د زرونو کسان وژل او د غلامانو په توگه نیول

افراطي «اسلامي دولت» ډلې چې پخوانی نوم یې «داعش» دی، د تیر کال په دوبي موسم کې په عراق کې په گړندي تعرضونو کې د سنجار غرونه تر خپل کنترول لاندې راوستل او په دغه ځای کې یې په زرونو یزیدیان ووژل، یا یې ونیول او غلامان یې کړل. د بخښنې د نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل د معلوماتو له مخې که په زرونو نه وي، نو په سلگونو یزیدي ښځې ښایي د جبري ودونو له پاره پر جهادیانو پلورل شوې او یا له هغوی سره د مینځو په توگه چلن شوی. د بخښنې د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې له دغه برخلیک څخه د خلاصون له پاره یو شیمر ښځو په ځان وژنه لاس پورې کړ.

یزیدي کردان د پخوانیو دودونو په لرلو سره یو پخوانی مذهبي اقلیت دی. د «اسلامي دولت» سني تندلارو له نظره هغوی کافران دي، چې باید پر وړاندې یې جگړه وشي. د دغې ډلې له لوري د یزیدي لږکیو پر وړاندې د مرگونو اقداماتو په هکله رپوټونه د دې سبب شول چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له عراق څخه تر سوریې پورې د هوایي بریدونو د لمن د پراخیدو امر وکړ او د دغې ډلې پر ضد یې یو نړیوال پوځي ائتلاف رامنځ ته کړ.

د تیر میلادي کال د دسمبر په میاشت کې کردي جنگیالي پر دې وتوانیدل چې د افراطي «اسلامي دولت» ډلې جنگیالي پر شا وتمبوي او د سنجار د غرونو کلابندۍ ته د پای ټکی کیږدي. په زرونو یزیدیان د «اسلامي دولت» د یرغلونو له کبله د سنجار غرونو پر لور تښتیدلي وو، او څو میاشتې په دغه ځای کې بند پاتې ول. خو له دې سره سره هم نوموړې تندلارې ډلې د یزیدیانو د یو شمیر سیمو سربیره د عراق او سوریې ډیری سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي او هلته یې خلافت اعلان کړی دی.