1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» یوه مهمه سرحدي لار نیولې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۴, دوشنبه

عراقي چارواکو ویلي دي چې د سوریې او عراق تر منځ د الولید سرحدي لارې کنترول د افراطي ډلې «اسلامي دولت» لاس ته لویدلی. په عین وخت کې څارونکو خبر ورکړی چې نوموړې ډلې د پالمیرا لرغوني ښار په اطرافو کې ۲۰۰ تنه اعدام کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FVyX
انځور: Getty Images/AFP

د عراق د انبار ولایت د ادارې له لورې د یکشنبې په ورځ د «الولید» د سرحدي لار کنترول د لاسه ورکولو رپوټ ورکړل شو. په دې ترتیب د سوریې او عراق تر منځ د دوو مهم سړکونو کنترول د «اسلامي دولت» لاس ته لویدلی دی.

د انبار ولایت د سرحدي چارو چارواکي سعود جسیم، ویلي دي: «داعش (اسلامي دولت) اوس د دغه پولې دواړې خواووې کنترولوي.» تیر کال نوموړې افراطي ډلې د دغه سرحدي لارې یو اړخ تر خپلې ولکې لاندې راوستی وو.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې په عراق او سوریه کې په خپل سر د اعلان شوي خلافت د پرمختگ د مخنیوي په موخه د امریکا متحدو ایالاتو له لوري د پیل شویو هوایي بریدونو سره سره، د دغې سرحدي لارې کنترول نوموړې افراطي ډلې لاس ته لویږي. د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ نړیوال پوځي ائتلاف له اتو میاشتې راهیسې د نوموړې ډلې د مورچلو پر ضد هوایي بمباري کوي.

لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د یکشنبې په ورځي ویلي دي چې دوی په تیرو نهو ورځو کې د لرغوني تاریخي ښار پالمیرا (په عربي ژبه ورته تدمر) په شا او خوا کې د تندلارې ډلې اسلامي دولت له لوري د بشپړو کورنیو په شمول د ۲۱۷ تنو اعدامول ثبت کړي دي.

د سوریې مرکزي ښار پالمیرا چې د خپل لرغونتوب له کبله ډیر مشهوره دی، د پنجشنبې په ورځ د اسلامي دولت ډلې له لوري ونیول شو.

ځواکونه «لا درکه» دي

د بشري حقونو د څار نوموړي سازمان ویلي دي چې ۶۷ ملکي کسان او د سوریې د پوځ او د هغې له متحدینو سره تړاو درلودونکي ۱۵۰ تنه د نوموړې ډلې له لوري اعدام شوي دي.

د نوموړي سازمان ویاند رامي عبدالرحمان ویلي دي: «د ځواکونو یو لوی شمیر لا درکه دی او دا خبره معلومه نه ده چې هغوی چیرې دي.»

تر دې د مخه د سوریې دولتي تلویزون ویلي وو چې اسلامي دولت، ډلې په پالمیرا کې ۴۰۰ ملکي کسان په شمول د ښځو او ماشومانو او همداسې دولتي مامورینو لکه نرسان وژلي دي.

د سوریې دولتي تلویزون دا هم ویلي دي چې د ادلب ولایت کې د هوایي ځواکونو بریدونه ډیر شمیر یاغیان وژلي دي او د یاغیانو له لوري د جسر الشغور روغتون کلابندي یې ختمه کړې ده.

د سوریې کورنۍ جگړه چې پرې څلور کاله اوړي تر دوه نیمو لکو انسانانو ژوند اخیستی دی. په دغه کورنۍ جگړه کې د اسلامي دولت او القاعدې سره تړاو درلودونکي النصرت جبهې په شمول یو شمیر ډلې چې زیاتره یې سني شا لید لري ښکیلي دي.

د «احرار الشام» په نوم د یاغیانو یوې بلې ډلې د یکشنبې په ورځ یوه ویدیو خپره کړې ده چې په کې د سوریې د یوه جنرال پر موټر د بمي برید د تر سره کولو ادعا کیږي. د لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په وینا په دغه کې شپږ ساتونکي هم وژل شوي دي.