1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افريقايي هيوادو ته د پرمختيايي چارو د وزير لمړی سفر

۱۳۸۸ دی ۱۷, پنجشنبه

لږ ترلږه د جرمني د حکومت د پرمختيايي مرستو له نظره، روندا د دغو مرستو په وجه يوه نمونه هيواد بلل کيږي . په دغه هيواد کي د خلکو نفوس په ډير سرعت سره مخ پر زياتيدو دی : رواندا غواړي دافريقا په سنګاپور تبديله سي

https://p.dw.com/p/LN4l
د جرمني د پرمختيايي چارو وزير ډيرک نيبل
د جرمني د پرمختيايي چارو وزير ډيرک نيبلانځور: dpa

د افريقا په ختيځ کي دغه هيواد په خپل 9 مليون نفوس سره د تخنيکي پرمختګ پلان لري . روندا غواړي چي د «افريقا سنګاپور وګرځي او په جنوب ختيځه افريقا کي د خدماتي کارونو مرکز » . خو انتقاد کونکي وايي چي روندا، د پرمختيا په حال کي په يو ديکتاتور هيواد بدل شوی، چيري چي مدني حقوق او آزاد مطبوعات ډير لږ ليدل کيږي . له بشري حقونو څخه سرغړوني په يکي پراخي دي او څوک ورته پام هم نه کوي، دغه ډول بي تفاوتي د راتلونکي اقتصادي پرمختيا سره هيڅکله نه جوړيږي. خو له بلي خوا پوښتنه دا ده چي ايا په افريقا کوم بل هم شته چي د ښووني او روزني او د ماشومانو د مړيني د مخ نيوي په برخو کي دومره ښه پرمختګ کړي وي لکه روندا؟ ګمان نه کيږي!

په افريقا کي لږ تر لږه روندا هغه يو هيواد دي چي ورو ورو له اقتصادي لحاظه په خپلو پښو دريږي، په همدي وجه د آلمان د اقتصادي همکاريو او پرمختيايي مرستو وزير، ديرک نيبل له روندا سره په پرمختيايي مرستو او اقتصادي همکاري تينګار لري:

« زه له هغو پرمختيايي مرستو او همکاريو څخه خبر کوم چي يو هيواد پر خپلو پښو ودروي او بيا دغو مرستو ته ډيره زياته اړتيا ونه ليدله شي، او په اوږده موده کي تر هغه ځاي ورسيږي چي له نورو دولتونو سره په ګده ژوند کي له مساوي انډول څخه برخه من شي.»

بالقمابل په افريقا کي يو بل هيواد، د کانګو ديموکراتيک جمهوريت که څه هم د داسي مرستو لپاره ټول شرايط لري، خو په دي لاره کي له سياسي ارادي څخه بي برخي دي. له کيګالي څخه به د آلمان د پرمختيايي مرستو وزير د نوموړي د طبيعي زيرمو څخه ډير شتمن هيواد ختيځ ته سفر وکړي. که څه هم په کانګو کي ديموکراتيکي ټاکني وشوي، خوا دا ټاکني يواځي کفايت نه کوي چي دغه هيواد خپل ديموکراتيک تأسيسات پري جوړي کړي. په همدي وجه د آلمان د بهرني سياست او پرمختيايي مرستو د همکاريو لپاره د کانګو ديموکراتيک جمهوريت يو ستونزمن هيواد دي. که څه هم د آلمان پوځ په ۲۰۰۶ کال کي د دغه ۶۰ مليون نفوس لرونکي هيواد د جمهوري ټاکنو امنيت په برياليتوب سره خوندي وساته، خو د کانګو په ختيځ کي لا تراوسه کورني جګړه روانه ده. د آلمان د اقتصادي همکاريو اوپرمختيايي مرستو پخواني وزيري، Wieczoreck Zeul په ۲۰۰۷ کال کي اعلان وکړ چي آلمان به د کانګو له ديموکراتيک جمهوريت سره د زور زياتيو د لړي په پاي ته رسولو او اقتصادي بيارغاوني کي خپلو مرستو دوام ورکړي، خو له هغه وخت څخه را په دي خوا چي کابو دري کاله تيري شوي دي، هلته هيڅ بدلون نه دي راغلي.

حتي ملګري ملتونه چي له استازو سره به يي د آلمان د پرمختيايي مرستو وزير ليدنه کتنه وکړي، پوښتنه کوي چي نه پوهيږي په کانګو له چا سره همکاري وکړي. د ملګرو ملتو د تير نومبر يو رپوت وايي چي حتي د ګانکو خپل پوځ د وسلو په سوداګريو کي لاس لري. د بشري حقونود څارني نړيوال سازمان، Human Rights Watch، وايي چي د حکومت سرتيري د ولسي خلکو په وژلو لاس پوري کوي. په همدي وجه د آلمان د اقتصادي همکاريو او پرمختيايي مرستو وزير، ديريک نيبل، په کانکو کي د مدني ټولني سازمانونو او د زور زياتيو له قربانيانو سره ګوري. سر بيره پر دي هغه به له هغه يو روغتون څخه هم ليدنه کتنه وکړي چي د جنسي تيريو قرباني شوو ښځي په کي تر درملني لاندي نيول شوي دي، او د هغو کډوالو له حال څخه به ځان خبر کړي چي له کلونو را په دي خوا د حکومتي سرتيرو او ياغيانو د زورزياتيو څخه په تيښته کي ژوند کوي .

شيفر/ حکيم باري

کتونکی : محمد قاسم نوري