1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افريقا ته ورکړل سوي وعدې باید پوره سي»

محمد قاسم نوري (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۰, جمعه

افريقا نور يو «بې اهميته براعظم» نه دی چي له ډيره وخت راهيسي په لوېديځ کي په دغه سترګه ورته کتل کيده. په دغه لويه وچه کي نه يوازي چين ډيره پانگونه کړې ده بلکې اوس ډيرو هيواو هم ډير وعدې کړي دي.

https://p.dw.com/p/18VSa
A truck loaded with steel from near by steel producers close to the industrial port of Saldanha bay, South Africa, Saturday, March 8, 2008. As world economy have been under sever pressure with falling American house and stock prices, South Africa is facing an added energy crisis.(ddp images/AP Photo/Schalk van Zuydam)
Wirtschaft in Afrikaانځور: AP

د افريقا له پاره درويشتم «نړيوال اقتصادي کنفرانس» کي چي د می پر اتمه پيل سوی دی د ۷۰ هيوادونو تر۱۰۰۰ زيات کسان پر دې باندي سلا مشورې کوي ، چي په څه ډول کیدلای سي، د دغه براعظم له اقتصادي چانسو څخه نوره هم ښه استفاده وسي.

که «افريقا ته ورکړل سوي وعدې پوره سي» تر شعار لاندي د افريقا له پاره د سږکال «نړيوال اقتصادي کنفرانس» پيل سو. خو داچي د وعدو د پوره کولو خبره څرنګه تعريفيږي، په اړه يې د دغه کنفرانس رئيسه ايلزي کانڅا وايي:

«د افريقا وعدې د لويو امکاناتو هغه مجموعې دي، چي دغه براعظم يې همدا اوس لري. طبيعي زېرمي او زراعت. په اوس وخت کي له۶۰سلني زراعتي مځکي څخه استفاده نه کيږي. د نړيوال بانک په حواله افريقايي هيوادونه هرکال د زراعتي محصولاتو د راواردولو له پاره تر۲۰ ميلياردو ډالرو اضافه ورکوي، چي د هغه يوازي يو ميليارد يې له داخلي محصولاتو څخه دی.»

په افريقا کي زراعت
په افريقا کي زراعتانځور: picture-alliance/Ton Koene

خبره تر ټولو دمخه پر دې باندي ده ،چي د افريقا له چانسو څخه ګټه واخيستل سي ،چي هغه ډير زيات هم دي. د دغي لويي وچي کلنۍ اقتصادي وده ۵ فيصده ده. تقريباً نيمايي افريقايي هيوادونه د نړيوال بانک له خوا په دې منځ کي د «متوسطو عايد لرونکو هيوادو» په کتار کي راغلي دي، او په دې ډول نور پرمختيايي هيوادونه نه دي.

خو له بلي خوا بيا ډير افريقايي هيوادونه بيا هم مجبوره دي، له ډيرو مشکلاتو سره مبارزه وکړي: په هغو کي مثلاً د اومو موادو د قيمتو پورته- کښته کيدل او د ځوانانو ډيره بېکاري شامل دي. سربېره پردې په ځينو هيوادو کي دشتمني او غريبي طبقې تر منځ درز ورځ په ورځ پراخيږي.

د جنوبي افريقا د ماليې وزارت مرستيال اين ها لنهالا- نېنه وويل چي د دې له پاره چي دغه براعظم په نړيواله سويه د سيالۍ وړو ګرزي، بايد درې لويي وظيفې اجرا سي:

«اقتصادي وده بايد چټکه سي، ستراتيژيکي زيربنا بايد تقويه سي او د افريقا استعدادونه بايد فعال سي.»

خو دغه وظايف لا دقيق مشخص سوي نه دي، خصوصاً «ستراتيژيکي زيربنا» چي په هغه کي ډير شيان شامل دي، لکه د سړکانو جوړولو منظمه شبکه، يا عصري مخابراتي او تکنالوژيکي سيسټم.

د کنفرانس ګډون کوونکي غواړي د می تر لسمي پوري د «ورکول سوو وعدو» د عملي کولو پر لارو چارو باندي وږغيږي او په عين حال کښي دغه براعظم داسي معرفي کړي، چي هغه په پانگونه باندي و ارزي. د ماليې وزارت مرستياله نېنه هیله منده ده، چي له دغه اقتصادي کنفرانس څخه به تر ټولو دمخه، خاصتاً مېلمه پال هيواد، جنوبي افريقا مستفيد سي.