1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افريقا د اداري فساد پر ضد نوي اوزار کاروي

پاولا زيول / احمدولي اڅکزی۱۳۹۲ آذر ۱۸, دوشنبه

د دسمبر ۹ مه نېټه د اداري فساد پر ضد نړۍ واله ورځ ده. د بعضو افريقايي دولتونو اتباع کولای سي چي د انټرنټ پاڼو او موبايل تليفون له لاري د رشوت شکايات وکړي. پدغه توگه لومړي برياليتوبونه رامنځ ته سوي دي.

https://p.dw.com/p/1AVIy
انځور: picture-alliance/dpa

د افريقا د لويي وچي يوه ستونزه اداري فساد ده. د دغي ستونزي د اوارۍ له پاره د افريقا يو شمېر دولتونو اوس نوي هڅي پېل کړي دي. په دې ترڅ کي د تماس نيوني په عصري ميتودونو سره هڅه کيږي چي اختلاس کوونکي او ادارې وپېژندل سي. د بېلگي په توگه په يو شمېر افريقايي دولتونو کي د رشوت اخيستنې قربانيان کولای سي چي د انټرنټ، موبايل تليفون د لنډ پيغام او يا هم تليفون له لاري شکايت وکړي. په دې ډگر کي اختلاس ضد لومړۍ برياوي هم رابرسېره سوي دي.

کريس اومېلېزه د نايجيريا هيواد په اقتصادي پلازمېنه لاگوس کي د ترافيکي پوليسو چارواکی دی. دغه چارواکی په منفي توگه د يوتيوب په انترنټ پاڼه کي زيات پېژندل سوی دی. دا تر هغه وروسته چي پر ياده پاڼه د دغه چارواکي يوه داسي ويډيو خپره سوه چي پکښي دی د يو موټر چلوونکي څخه د۱۵۰ ډالرو غوښتنه کوي. دا په داسي حال کي چي موټروان هيڅ غېر قانوني چلن هم نه دی کړی.

دا چي د نايجېريا يو پوليس چارواکی رشوت اخلي څه نوې خبره نه ده. د شفافيت د نړيوال سازمان ټرانسپېرنسي انټرنېشنل په وروستي خپور سوي راپور کي دغه هيواد د نړۍ په تر ټولو اختلاسگرو هيوادونو کي شامل دی.

نوموړی هيواد د شفافيت په خپاره سوي ليست کي د ۱۷۵ هيوادونو څخه ۱۴۴هيواد دی. په دغه ليست کي د هغو هيوادونو نومونه راغلي دي چي پکښي داسي احساسېدلای سي چي دولتي چارواکي او سياستوال يې په اداري فساد کي لاس لري.

د شفافيت ليست له مخي تر نايجيريا لا زيات د اداري فساد ستونزي په ۱۴ نورو افريقايي هيوادونو کي موجودي دي. په دغو اداري فساد ځپلو افريقايي هيوادونو کي زمبابوې، سوډان او سوماليا تر ټولو زيات اختلاسگر هيوادونه بلل سوي دي.

په افريقايي هيوادونو کي د اداري فساد بېلابيلي بڼي او ميتودونه تر سترگو کيږي. د بېلگي په توگه ترافيکي پوليس د کنټرول په نوم موټر چلوونکي اړباسي چي ورته رشوت ورکړي. په همدې ډول د دولتي ادارو چارواکي د خلکو قانوني کارونه ځنډوي تر څو و رشوت ورکولو ته يې اړ کړي. د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل د راپور له مخي د افريقا په زياتره هيوادونو کي تر نيمايي زياتو خلکو ويلي دي چي رشوت ورکولو ته مجبوره سوي دي.

په يوتيوب کي چي د نايجېريا د کريس اومېلېزه نومي چارواکي کومه ويډيو خپره سوې وه، هغه دومره مشهوره سوه چي څو ورځي وروسته د دغه هيواد په تلويزيون کي هم خپره سوه. دغه چارواکي وروسته له خپلي دندې څخه وايستل سو.

په يو شمېر افريقايي هيوادونو کي د ملکي ټولنو له خوا پر انټرنټ د اداري فساد ضد فعاليتونو پېل سوي دي. په دغو کي يو شمېر د هندې وېبپاڼي «I paid bribe» يا ما رشوت ورکړی څخه کتل سوي او ورته پاڼي دي. په دغو پاڼو کي هغه کسان خپل شکايت درجولای سي چي د چارواکو له خوا و رشوت ورکولو ته مجبوره سوي وي.

د اداري فساد پر ضد د ملکي ټولنو يوه مثبته بېلگه هم په سويلي افريقا کي د «Crimeline» نومي سازمان دی. دغه سازمان په ۲۰۰۷م کال په سويلي افريقا کي رامنځ ته سو. دا د خپل طرز لومړی سازمان وو چي د موبايل تليفونونو د لنډ پيغام يا SMS له لاري يې د جرايمو په هکله د خلکو څخه معلومات تر لاسه کول پېل کړل.

د يو ځانگړي سيسټم په مرسته دغه پيغامونه په داسي حال کي و سازمان ته رسيږي چي د لېږدونکي د موبايل شمېره پټه ساتل کيږي. د ياد سازمان د فعاليت د بريا يو اړخ دا هم دی چي له اول سره يې د دولتي چارواکو او ادارو سره د په گوته سوو جرايمو او اداري فساد د پيښو په هکله گډ کار کاوه.

په دې ترڅ کي د پوليسو او اړونده چارواکو سره د لگول سوو تورونو په هکله گډي پلټنې کېږي. د دغه ميتود يوه ستونزه دا ده چي پيغام ورکونکي کسان ناپېژندل سوي وي او زياتره وخت شاهدي نسي ورکولای. خو د نوموړي سازمان په وينا بيا هم د دوی فعاليتونو ډېر بريالي دي او هره مياشت تر ۳۰۰۰ څخه زيات د اداري فساد او جرمونو په تړاو لنډ پيغامونه تر لاسه کوي.

د افريقايي هيوادونو د ځينو دولتونو له خوا هم د اداري فساد پر ضد فعاليتونو کي نوې ټيکنالوژي په کار اچول کيږي. د بېلگي په توگه په کامرون هيواد کي پر انټرنټ او موبايل تليفونونو د دولتي خدماتو د اصلي بيوو په هکله مفت معلومات تر لاسه کېدلای سي. دا دې له پاره چي مراجعين تر اصلي بيوو په لوړو بيوو تېر نه ايستل سي.

په داسي حال کي چي مخابراتي تيکنالوژي د مجريمينو له خوا د خپلو جنايتونو په ترڅ کي په کار اچول کيږي، اوس د افريقا دولتي ادارو او په همدې راز ملکي ټولنو هم د جرايمو د مخنيوي له پاره دغه لاره موندلې ده.