1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افريقا: د انسانانوتجارت

۱۳۸۶ آذر ۱۹, دوشنبه

بېوزلي، جگړې اومأيوسي هغه دلايل دي، د کوموله کبله چې په افريقاکې د ماشومانوتجارت غوړيږي.

https://p.dw.com/p/DMqR
انځور: AP

د چاد د ختيځ په شان د جگړوپه سيموکې ماشومان او د هغوي مېندې اوپلرونه په ځانگړې آسانتياسره د غلطو وعدوښکارکيږي. د بېلگې په توگه هغوي ته ويل کيږي، چې ځينې مهربان اوسخي انسانان د هغوي د زده کړولگښت په غاړه اخلي ياهم يوښه کارورکوي. خو د افريقالپاره د ملگروملتونو د دفترغړی ويکتور » چينياما « پوهيږي چې حقيقت بل شی دی. د بېلگې په توگه له ايتوپيانه هرکال په زرگونوماشومان منځني ختيځ ته وړل کيږي. نوموړی وايي:» هلته بياگڼ شمېرماشومان د خلکوپه کورونوکې د خادمانو په توگه کار کوي. مونږخبريو، چې ماشومان هلته وهل کيږي اوناوړه جنسي گټه ځينې اخيستل کيږي. پاسپورټونه يې ورنه اخيستل کيږي او دغه ماشومان داسې ژوندکوي، لکه چې په زندان کې وي.د هغوي اکثريت جرئت نه کوي، چې بېرته خپلوهېوادونوته ستانه شي. خوکه هغوي داشی وغواړي، نوهم يې نشي کولای، ځکه چې نه پاسپورټ او نه هم پېسې لري. «


په اکثريت افريقايي هېوادونوکې د انسانانوتجارت کيږي
د انسانانوتجارت د ميلياردونو يورو معامله ده: د ملگروملتونو د معلوماتوله مخې، هرکال لدې لارې تر اوو ميلياردو يورو پورې گټل کيږي. يوازې د نشه يي توکواووسلوخرڅولوله لارې تردې لاډېرې پېسې گټلې کيږي. په افريقاکې وضيعت په ځانگړې توگه خراب دی. په يوې څېړنې کې د دري پنځوسوافريقايي هېوادونوله ډلې نه نهه څلوېښت په ډاگه وايي، چې د انسانانوتجارت پکښې کيږي.