1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افريقا هم او س د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ ده

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

دغه اقتصادي بحران تر نورو آفتو کم ندی . کله کله هغه د يوه ګرداب سره مقايسه کيږي .کله کله هغه د اورغورځونکي غره څخه رابهيدلي اور ،کله کله د زلزلې ...

https://p.dw.com/p/HtTg
افريقا چه پخوا هم غريبه وه،د اقتصادي بحران په نتيجه کي به نور هم د فقر سره مخامخ سي .
افريقا چه پخوا هم غريبه وه،د اقتصادي بحران په نتيجه کي به نور هم د فقر سره مخامخ سي .انځور: picture-alliance / dpa

او بيا کله کله د يوه داسي طوفان سره مقايسه کيږي ،چه پر ګرده دنيا راګرزي . د هغه څه څخه چه په اول سر کښي يوه افريقايي فکر کاوه ،دوي به ځني خلاص سي . ځکه چه د افريقا لويه وچه د Wallstreet او د هغه د مقرراتو څخه ډيره ليري ده ،اوددې خاطره د کاميرون د ماليې وزير اسيمي مينيې په اکتوبر کښي ويلي وه ،«د اقتصادي بحران بادبه زموږ د سرو څخه ډير ليري تير سي . ځکه چه زموږ بانکونه د نړۍ په غټ کاروبار کښي شامل ندي . موږ په يوه ډيره کوچنۍ اقتصادي نړۍ کښي ژوند کوو،او په نيويارک او لندن کي سرمايه ګذارۍ نه کوو. »

په افريقا کښي بانکونه د خپلو مشتريانو سره معاملې لري ،او ډير لږ د خارج په اقتصادي معاملو کښي برخه اخلي .

د همدې کبله اقتصادي بحران په اول سر کښي پر افريقا باندي لږ اثر وکۍ . خوکه موږ بيا هم د موضوع پر تير انځور باندي پاته سو،نو معلومه ده چه په بحرو کي تر زلزلو وروسته طوفانونه رامنځته کيږي . ځکه نو لکه څنکه چه د OECD يا د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا سازمان لږ دمخه اعلان وکۍ ،چه افريقا به په 2009 کال کښي د ډير سخت اقتصادي بحران سره مخامخ سي . د افريقا غير خالص محصولات به په 2009 کال کي نيمايي ته راورسيږي ،او يوازي په 2010 کال کښي به بيرته يو څه سم سي .

نايجريا د مثال په ډول د خرابو وختو دپاره ځان آماده کوي . د هغه د ماليې وزير منصور مختار وايي ، «که په صنعتي هيوادو کښي اقتصادي وده د رکود سره مخامخ سي ،نو بيا زموږ محصولاتو ته تقاضأ هم کميږي ،زموږ صادرات به کم سي ،او پدې وسيله زموږ دولتي عايدات هم . »

د نايجريا 80 فيصده عايدات د تيلو د خرڅلاو څخه پوره کيږي ،خو د اقتصادي بحران پر وخت تيل هم لږ مصرفيږي . د تيلو بيه د تير دوبي راهيسي 70 فيصده راکمه سوې ده . او دا پدې معنی چه د نايجريا ددولت بودجې ته څو مليارډه ډالره کمي لويږي .

خارجي سرمايه ګذارانو په نايجريا کښي هم خپلي پروژې بندي کړي دي . بانکونه د احتياط څخه کار اخلي او پدې وسيله د پرمختيايي هيوادولکه نايجريا دپاره مشکله کيږي ،چه قرضې پلاس راوړي . د خرابو اټکلونو له کبله د نايجريا د بانکونو سهمونه هم رالويدلي دي ،او نايجريايي پيسې Naira هم خپل ارزښت د لاسه ورکړی دی ،چه هر نايجريايي د هغه څخه متضرر کيږي . د مثال په ډول ابراهيم چه د مستعملو موټرانو معامله کوي ، د بينين د کونټوناو په بندر کښي په خارجي اسعارو موټران رانيسي ،او بيا يې بيرته په نايجريا کښی په نايجريايي پيسو خرڅوي .

د بين امللي وجهي صندوق IWF- او اقتصادي بحران سمبول
د بين امللي وجهي صندوق IWF- او اقتصادي بحران سمبولانځور: DW

نايجريا هم لکه اروپا کوښښ کوي ، اقتصاد ته رونق ورکي ،او خپل هيواد د اقتصادي بحران د ډيرو بدو عواقبو څخه وساتي .

د اوپيک هيوادو چه نايجريا يې هم غړی دی ،په تيرو مياشتو کي فيصله وکړه ،چه د تيلو توليد نيمايي ته را کم کي ،تر څو د تيلو بيي بيرته لوړي سي . خو تر اوسه پوري لا دغه کار تأثير ندی کړی .

هغه افريقاييان چه په خارج کښي ژوند کوي ،په افريقا کښي خپلو خپلوانو ته د پيسو د ليږلو د لاري هم د فقر او غربت سره مبارزه کوي . مثلأ سنيګال ته ددغه هيواد مهاجرو په تير کال کښي 850مليونه ايرو استولي دي . خو بين امللي وجهي صندوق IWF- بيا هم د سنيګال دپاره اقتصادي حالت خراب ويني ،او اټکل کوي چه د خارج څخه د پيسو په ورليږلو کښي به کموالی راسي ،او نيمايي ته به راورسيږي . ځکه چه نيمايي مهاجرين به په صنعتي هيوادو کښي د اقتصادي بحران له کبله خپل کارونه د لاسه ورکي .

پدې ډول د خارج څخه لږ پيسو ليږل، لږ دولتي عايدات ،لږ سرمايه ګذارۍ،او لوړ انفلاسيون به نه يوازي سنيګال ،بلکه ډير نور افريقايي هيوادونه د اقتصادي رکود سره مخامخ کي ، او داچه افريقا د بين امللي وجهي صندوق IWF- څخه ډيري لږ يا هيڅ پيسې پلاس نه راوړي ،نو به افريقا نور هم د اقتصادي بحران د اغيزو سره مخامخ سي .

دوګه/

کتونکي : محمد قاسم نوري