1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افریقایي اتحادیې بیرته مالي د غړي په توگه منلی دی

۱۳۹۱ آبان ۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16W4z

د افریقا اتحادیې د مالي هیواد ته بیرته د غړیتوب اجازه ورکړه. په عین حال کې دغې اتحادیې داسې یوه طرحه هم وړاندي کړې ده چې د هغې پر اساس څنګه کیدلای سي د دغه هیواد په شمال کې دولتي قدرت بیرته ټینګ کړای سي. په پلان کې ده چې د راتلونکی کال په سر کې به په مالي کې انتخابات تر سره سي.

دغه طرحه باید د رایو اخیستلو له پاره ملګرو ملتونو ته وړاندي سي. د افریقا په جنوب کې دغه هیواد په اوس وخت کې د دوو کړکېچونو څخه زوریږي. لومړی دا چې د اپریل په میاشت کې تر کودتا وروسته د دغه هیواد په مشرتابه کې اوس هم بې اتفاقي موجوده ده او بل دا چې د دغه هیواد شمالي برخه د سخت دریځه اسلامپالو په لاس لوېدلې ده. د دغه ځای څخه تر اوسه پورې په زرهاوو کسان تښتېدلي دي.