1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افریقایي ځوان فضا ته د تگ له پاره تیاری نیسي

۱۳۹۰ بهمن ۷, جمعه

افريقايي هېوادونه د فضا په اړه په تحقيقاتو کې ډېر وروسته پاته دي. خو د افريقا شتمن هېوادونه د فضايي چارو يوه اداره لري. نايجريا تراوسه پوري دوې سپوږمکۍ فضا ته توغولي دي.

https://p.dw.com/p/13rh9
انځور: NASA

د افريقا لومړنی ستوری مزلی (فضا نورد) په ۲۰۰۲م کال کې د «سويوس» فضایي توغندي په مرسته فضا ته ورسېد. خو اوس د يوګانډا يو شوقي ستوری مزلی هم يو فضايي ماموريت ته تياری نيسي. نوموړي پخپله يوه فضايي بېړۍ ځان ته جوړه کړې ده چې هڅه کوي په مرسته ئې فضا ته ورسيږي.

دا یوگانډایي ستور مزلی نسامبا نومیږي. د هغه د کور په غولي کې داسې يوه الوتکه ولاړه ده چې دوه سيټونه او لس متره د وزرو اوږدوالی لري. دا نه يوازې يوه الوتکه ده، بلکې ټاکل شوې ده چې هغه د «ستراتوسفير» قشر ته ورسيږي او هلته د هغو آسماني ډبرو لوی والی اندازه کړي، چې د ځمکې اتموسفير ته راداخليږي.

سږ کال نسامبا غواړي چې يوه آزمایښتي الوتنه تر سره کړي. که دغه الوتنه بريالۍ وي نو نسامبا به داسې يوه بېړۍ هم جوړه کړي چې دی تر بهرنۍ فضا پورې ورسوي. د ده پلان دا دئ چې څلور يا پنځه کاله وروسته به دی د لومړي يوګانډايي په توګه فضا ته ځان ورسوي. ښاغلی نسامبا ۲۶ کلن دئ او وايي چې دغسې يو فضايي ماموريت د ده همېشنۍ هیله او آرزو وه.

په لنډ وخت کې نسامبا غواړي چې د خپلې بېړۍ په مرسته الوتنه ترسره کړي. مګر د ده په وړاندې لا ډېر خنډونه پراته دي. هغه الکترونيکي سامان آلات له امريکا څخه راغوښتي دي او اوس د هغوی تر لاسه کولو ته شېبې شمېري. وېره ئې دا ده چې ګمرک به هغه پرې نه ږدي ځکه چې تر اوسه پوري هيچا داسې وسايل يوګانډا ته را وارد کړي نه دي.

دی بايد همداراز د شرقي افريقا په هوايي حريم کې د الوتنې اجازه هم ولري ترڅو فضايي بېړۍ د يوې چورلکې په مرسته د خپل مور او پلار له کور څخه هوايي ميدان ته يوسي. نسامبا د يوګانډا د ولسمشر، يووېري موسېوېني، ملاتړ له ځانه سره لري.

د یوگانډا ولسمشر نسامبا ته پخپله زنګ وهلی دئ او د پيسو ژمنه ئې ورسره کړې ده. د نسامبا د پروژې لگښتونه د يوګانډا د فضايي ادارې لخوا تمویلیږي. دغه اداره ده پخپله رامنځته کړې ده. نسامبا د دغي پروژې له پاره پيسې د غړيتوب د ونډو او بسپنو د لارې برابروي.

د نسامبا لخوا جوړه شوې فضايي اداره اوس ۶۰۰ غړي لري چې شمېر ئې ورځ په ورځ ډېريږي. ده ته له نورو هېوادونو لکه د امريکا له متحده آيالاتو او کېنيا څخه هم بسپنې راځي چي د ده پروژه لا پياوړې او بريالۍ شي.

نسیم صابر (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش