1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افریقا: په خپله خاوره کې مهاجرت

Jan Philipp Wilhelm ۱۳۹۵ خرداد ۳۱, دوشنبه

په داسې حال چې اروپا نږدې ختیځ او مدیترانې ته خپل پام را اړولې، په افریقا کې دننه د بې ځایه شوو وضعیت په پرله پسې ډول له پامه غورځول کیږي. وروستي ارقام ښیې چې د مهاجرو وضعیت لا پسې خراب شوی.

https://p.dw.com/p/1JABk
انځور: Getty Images/AFP/A. Gonzalez Farran

«تېښتې ته اړ ایستل» تر عنوان لاندی د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمیسارۍ (UNHCR) خپل نوی رپوټ خپور کړی دی. دغه رپوټ یو ډراماتیک انځور وړاندی کوي. په ټوله نړۍ کې تر ۶۵ میلیونو ډیر خلک د جگړو، زور زیاتیو، سیاسي تعقیب او بشري حقونو څخه سرغړونې له امله تیښتې ته اړشوي دي.

په ۱۹۵۰ کال کې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو سازمان له تاسیس څخه تر اوسه پورې هیڅ کله هم د مهاجرو شمیر دومره نه وو لوړ شوی. په ۲۰۱۵ کال کې یوازې په افریقا کې ۱۶ میلیونه انسانان په مستقیم ډول اغیزمن شوی دي. یا په بل عبارت د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۱،۵ میلیونه ډیر خلک مهاجر شوي.

دوه پر دریمه برخه د دوی داخلي یعنې په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي. پاتې ۵، ۲ میلیونه انسانان دې ته اړ ایستل شوي چې په بشپړ ډول له خپل هیواد څخه ووزي. په دوې کې لوی اکثریت په عاجل ډول سره په گاونډیو هیوادونو کې د خپلی راتلونکي په لټه کې شوي دي.

Infografik Top 10 der Herkunftsländer afrikanischer Flüchtlinge (in Tausend) Deutsch !!Sperrfrist!!

په تیرو کلونو کې د سومالیې دوامداره کورنۍ جگړه د ډیرو مهاجرتونو سبب گرځیدلی دی. همدارنگه په سوډان او سویل سوډان کې نښتو ډیر زیات خلک مهاجرت ته اړ کړل.

په بورونډي کې ستونزي نسبتاُ نوي دي. کله چې تیر کال د دغه هیواد ولسمشر پيیری ان کورونثیثا، د ولسمشرۍ د دریمې دورې له پاره ځان کاندید کړ دغه هیواد یې د بحران پر لور رهبري کړ. په نایجیریا کې بوکو حرام د ډیرو مهاجرتونو سبب شو.

سوډان په افریقا کې د داخلي بیځایه شوو د لوړ رقم درلودونکو هیوادونو د نوملړ په سر کې ځای لري. نایجیریا په دې برخه کې دویم ځای خپل کړی. په خلیجې هیواد گانا کې د داخلي بیځایه شوو شمیر د ۲۰۱۴ کال په پرتله دوه برابره لوړ شوی.

د یوه بل بهیر په ترڅ کې د کانگو په جمهوریت کې تر ۷۰۰ زرو ډیر بې ځایه شوي خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي. که څه هم ولسمشر ژوزف کابیلا، له خپل سیاسي قدرت څخه د ولس پر وړاندی استفاده کوي.

په ۲۰۱۵ کال کې د ایتوپیا او کینیا هیوادونه د افریقایې مهاجرو د منلو په برخه کې تر ټولو مهم هیوادونه ول. په دغو هیوادونو کې د سومالیې، سوډان او سویلي سوډان د مهاجرو ډیر لوړ شمیر ځای پر ځای شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب