1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو ته د بګرام زندان سپارل وځنډول شول

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)۱۳۹۱ اسفند ۱۹, شنبه

د شنبې په ورځ یو ځل بیا افغانانو ته د بګرام د زندان د پوره مسوولیت سپارلو بهیر وځنډید. په دغه زندان کې یو شمیر افغان او بهرني بندیان ساتل کیږي چې د امریکايي ځواکونو له خوا د پوځي عملیاتو په جریان کې نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/17u7v
انځور: Getty Images

د پلان له مخې باید د بګرام زندان بشپړ مسوولیت د شنبې په ورځ افغانانو ته سپارل شوی وای. افغان چارواکو خو آن د جمعې په ورځ هم په دې مناسبت جوړیدونکو مراسمو ته چمتووالی نیوه، خو د شنبې په ورځ یې خبریالانو ته وویل چې دغه مراسم به ترسره نه شي.

افغانانو ته د دغه زندان د مسوولیت سپارلو په بهیر کې رامنځ ته شوی ځنډ ښيي چې امریکایي او افغان چارواکي اوس هم پر ځینو موضوعګانو سره اختلاف لري. په دغو اختلافي موضوعګانو کې پرته له محکمې د افغانانو زنداني کول او یا هم د هغو بندیانو نه آزادول شامل دي چې امریکا یې خطرناکه ګڼي.

افغانانو ته د بګرام د زندان د مسوولیت په پوره سپارلو کې د ځنډ بل لامل کیدای شي چې د افغان او امریکايي حکومت تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو په اړه خبرې اترې وي.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به ټول بهرني جنګي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسوولیتونه به پخپله افغانانو ته وسپاري. اوس افغان او امریکايي حکومت په دې اړه سره خبرې اترې کوي چې تر دې نیټې وروسته هم په افغانستان کې یو شمیر امریکايي ځواکونه پاتې شي او په دې هیواد کې پوځي اډې ولري.

د جمعې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت خبریالانو ته ترانسپورتي اسانیاوې برابرولې چې د بګرام زندان د مسوولیت سپارلو په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي، خو دغه کار ترسره نه شو. د شبنې په ورځ د دې وزارت چارواکو خبریالانو ته وویل چې مراسم لغوه شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل: «مراسم به نن [شنبه] تر سره نه شي.» ښاغلي عظیمي په دې اړه نور جزییات ور نه کړل.

اوس هم افغانان د بګرام زندان د یوې برخې مسوولیت پر غاړه لري، خو امریکايي ځواکونه کولای شي چې هر وخت د یوه بندي د آزادیدو مخه ونیسي. پر دې سربیره هغه بندیان چې د امریکايي ځواکونو له خوا ساتل کیږي هم د محاکمې پر وړاندې نه حاضریږي ځکه متحده ایالات هغوی جنګي بندیان او ډیر خطرناکه ګڼي.

په همدې حال کې امریکايي ځواکونو هم ویلي دي چې د زندان د مسوولتیونو د سپارلو مراسم په دې اړه د یوه تړون په لاسلیکولو کې د ستونزو د رامنځ ته کیدو له کبله لغوه شوي دي. امریکايي ځواکونو ویلي دي چې افغانانو ته د بګرام زندان د مسوولیت سپارلو ته ژمن دي، خو اوس هغوی د دې بهیر پر جزییاتو باندې کار کوي.

د دغو ځواکونو یوه ویاند ويلي دي چې د زندان بشپړ مسوولیت به هغه وخت افغانانو ته وسپارل شي چې په دې اړه یوه تړون لاسلیک شي.