1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغانانو ته د سپکاوي په اړه بخښنه غواړو"

۱۳۹۰ فروردین ۵, جمعه

د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه په فيس بوک کي داسي تبصري او ويډيو گاني خپرې سوې چي په هغه کښي استراليايي عسکر افغانانو ته سپکاوی کوی. وروسته ډير ژر د استراليا حکومت په رسمي توگه بخښنه وغوښته.

https://p.dw.com/p/RCbC
د استراليا صدراعظمه جوليا گيلارد
د استراليا صدراعظمه جوليا گيلاردانځور: AP

دغه تبصرې د افغانستان په ناارمه جنوبي سيمو کي د ميشتو استراليايي ځواکونو لخوا د فيس بوک په انټرنيټ پاڼه کي د جمعې په ورځ خپرې سوي.

په دغه تبصره کي استراليايي پوځيانو افغانان د « تمدون څخه ليري»، «صحرايانو» او د «بوی ناکو کليوالو» په نومونو ياد کړي.

پر دې تبصرو سربيره په فيس بوک کي يوه ويډيو هم خپره سوې چي يو ځای يو کس تر يوې چاودني وروسته تښتي، استراليايي پوځي وايي « چي لعنتي مفتي ويريدلی دی.»

د فيس بوک په نورو صفحو کي د استراليا د صدراعظمي جوليا ګيلارد او د بهرنيو چارو وزير کيون رود په اړه هم توهينوونکو تبصرې سوي.

د استراليا ددفاع وزير وويل« زه دا په مکمله توګه غندم» اود استراليا ددفاع د ځواکونو لخوا يې ددې پيښي د څيړولو يادونه وکړه. هغه زياته کړه «په دي کي د بې دسپلينۍ خلاف قدم پورته کول او هغه څوک چي په دې پيښه کي لاس لري او يا يي هم مرسته کړې، که په افغانستان کي هم وي، بيرته به هيواد ته راګرځول کيږي».

د استراليا پوځ وايي چي ددغي پيښي پلټنه يې پيل کړې ده او خبرداری يي ورکړی چي دا زموږ هغه دنده چي په افغانستان کي يې په غاړه لرو د خطر سره مخا مخ کولای سي.

د استراليا ددفاع وزير سټيفن سمت يوي استراليايي راديو ته ويلي چي، د پيښي په اړه يي د تليفون له لاري د خپل سيال عبدالرحيم وردګ څخه د پيښي په اړه بخښنه غوښتې.

هغه زياته کړه « ما هغه ته دا خبره روښانه کړه چي د استراليا د دفاع وزارت او د پوځ لوی درستيز ددي پيښي په اړه پلټنه کوي او د نظم او دسپلن ټول مقررات به په کلکه تعقيبوي».

استراليا په افغانستان کي شاوخوا ۱۵۵۰عسکر لري چي زياتره يي د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کي ميشت دي.

خو د استراليا پخوانی ددفاع وزير پيتر کوسګراو بيا وايي « کله چي دا کار (احمقانه) دی، د هغه خلکو سره چي دا کار يې کړی بايد خبري وشي، او د هغوی سره مناسب چلند وسي.»

خو د استراليايي ځواکونو اوسنی مشر آنګوس هوستون بيا وايي چي، نشر شوي ويديوګاني ډيری« شرموونکي» دي. هغه زياته کړه « دا د هغو کړنلارو چي موږ يي غواړو په افغانستان کي لاس ته راوړو مخه نيسي. موږ کوښښ کوو چي د خلکو په زړونو او ‌ذهنونو کي ځای پيدا کړو.»

هغه زياته کړه « زه هيله لرم چي د افغانستان خلک به دا وسنجوي چي دا د لږکيو کار دی، او دا کار د بې عقلۍ او بې پرواهي په نتيجه کي را منځ ته سوی».

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل