1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو نړیوالې جزايي محکمې ته تر ملیون زیات شکایتونه لېږلي

۱۳۹۶ بهمن ۲۷, جمعه

په افغانستان کي د اوږدمهالې جګړې پر وخت ښايي ګڼ شمېر جنګي او بشريت ضد جنايتونه تر سره سوي وي. په دې تړاو تر يو مليون څخه زيات شکایتونه نړيواله محکمې ته وړاندی سوي دي.

https://p.dw.com/p/2soHo
Internationaler Gerichtshof in Den Haag
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten

د اسوشېتد پريس خبري آژانس د يو راپور له مخي افغانانو ۱،۱۷ مليون شکايتونه د جزا نړيوالې محکمې ته د قربانيانو په توګه وړاندي کړي دي. دا د هغه وروسته چي يادي محکمې درې مياشتي ميعاد وټاکه چي افغان قربانيان کولای سي خپل شکايتونه درج کړي. دغه شکايتونه په افغانستان کي دننه او دباندي د ۲۰۱۷ کال د نوامبر د ۲۰مي او د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ د ۳۱مې نېټي تر منځ د بيلو سازمانونو له خوا له افغانانو څخه راټول کړل سول.

په دغو سازمانونو کي په افغانستان کي فعال د بشري حقونو د ملاتړ او د تاوتريخوالي ضد سازمان هم شامل دی. د ياد سازمان څخه عبدالودود پدرام و اسوشيېتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي د افغان قربانيانو له لوري نه يوازي وسله والې ډلې لکه طالبان او داعش تورن کړل سوي دي، بلکه د افغانستان حکومت پورې تړلې جگړمارانو، د امريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو او پر کورني او بهرني استخباراتي ادارو هم د تيريو تورونه لګول سوي دي.

کوم شکايتونه چي راټول سوي دي، د هغوی پر اساس به د جزا نړيواله محکمه فيصله کوي چي ايا په افغانستان کي د ممکنه جنګي او بشريت ضد جنايتونو پلټنې او محاکمه به پېل کړي که نه. خو دا لا نه ده روښانه چي دغه فيصله به څومره وخت ونيسي.

د بشري حقونو د سازمان څخه عبدالودود پدرام ويلي دي چي کوم شکايتونه چي درج سوي دي، په هغو کي داسي هم سته چي يو کس د يوې داسي پيښي په تړاو معلومات ورکړي، چي قربانيان يې زيات دي او یو سازمان  ښايی د زرهاو قربانیانو د شکایتونو څخه استازیتوب وکړي. د فدرام په وینا دا دې معنې لري چې  د هغو افغانو شمیر چې له نړیوالې محکمې څخه د عدالت غوښتونکي وي، څو ملیونو ته ورسیږي.

د شعيب په نوم يو ځوان چي له شکايت کوونکو څخه يو دی، و اسوشېتد پريس خبري آژانس ته يې ويلي دي چي په ۲۰۱۴ کال يې پلار په غور کي د نورو مسافرو په شمول له موټر څخه راکښته کړل سوی او بيا په ډزو وژل سوی ؤ. د نوموړي په وينا دا د هغه وروسته چي وسله والو کسانو له مسافرو تذکرې کتلي وې او۱۴ شعيه مذهبه مسافر يې بېل کړي او په هدفمندانه توګه وژلي ول. نوموړي ويلي چي د دغي پيښي په تړاو هغه وخت د طالبانو يو قومندان نيول سوی ؤ خو د هغه راهيسي يې د تورن کس د محکمې او جزا په هکله څه نه دي اورېدلي. دغه ځوان ويلي چي له چارواکو څخه په دې خاطر د تورن کس په تړاو معلومات نه سي پوښتلای، ولي چي د دغه په وينا چارواکي هم د تورن قومندان سره اړيکي لري. شعیب خپله هم لا تر اوسه ویره لري. هغه له اسوشیتد پرس سره په مرکه کې، غوښتنه وکړه چې لطفا د هغه ځای او څيره بربڼده نه کړي.

د جنايي جریمو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې  تأسیس سوه ترڅو نړیوال جنگي او د بشریت ضد جرایم تعقیب کړي. په افغانستان کې دغه محکمه وروسته له هغې د جنگي جرایمو د پیښو په هکله پلڼه کولای سي چې د دغه هیواد حکومت د ۲۰۰۳ کال په می کې د «روم منشور» تصویب کړ. دا هغه یو تړون دی چې له مخې دغه نړیواله محکمه تأسیس سوه او اوس عمومي مقر یې د هالند د «دنهاگ» په ښار کې دی.

په داسی حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسشمر، بیل کلینتن دغه تړون لاس لیک کړ، خو بل پخواني ولسشمر، جارج دبیلو بوش دغه لاسلیک بیرته  لغوه کړ، ځکه د هغه په آند له دې سره کیدای سي امریکايی سرتیري د سیاسي دلایلو له مخې په غیر عادلانه توگه تر تعقیب لاندي ونیول سي.