1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانانو نړۍ ته د ديموکراسۍ پيغام ورساوه»

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ فروردین ۱۸, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د اروپايي ټولني څارونکي وايي چي افغانان له ټولو گواښونو سره سره بیا هم د رايو اچوني مرکزونو ته ولاړل او خپلي رايي يې وکارولې.

https://p.dw.com/p/1BdKb
انځور: DW/Q.Wafa

د اروپايي ټولني دغه څارونکې ډله وايي چي په راتلونکو څو ورځو کي به په انتخاباتو کي د درغليو په اړه د خپلي څېړني پايلي خپرې کړي. د دوی په خبره تر ټاکنو دمخه زور زياتی او په ټاکنو کي د ښځو لږ کډون د اپريل مياشتي د پنځمي نېټې د ټاکنو کاستۍ بلل کيږي.

د اروپايي ټولني د څارونکي ډلي مشر ديجز برمن، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د اپريل ۷) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل: «يوه مسئله روښانه ده. په ټاکنو کي رايو ورکوونکو په پراخه کچه گډون وکړ، څو خپل رهبر په سوله ييزه او آزادانه توگه وټاکي. په ټاکنو کي گډون د تمي خلاف وو.»

د اروپايي ټولني څارونکې ډله وايي، له دې سره سره چي تر ټاکنو دمخه او د ټاکنو په جريان کي خونړۍ پيښي رامنځ ته سوې ولي بيا هم د ټاکنو مهال وېش بدلون و نه موند او پر خپل ټاکل سوي وخت تر سره سوې.

برمن وويل چي افغانانو په قاطع ډول د ديموکراسۍ ملاتړ وکړ او دغو ټاکنو وښووله چي خلک گټونکي سول او طالبان بايلونکي: «موږ د رايو ورکولو په مرکزونو کي حضور لاره. زموږ له پاره د خلکو گډون تشويق کوونکی وو، ځکه چي رايو ورکوونکو د ديموکراسۍ ملاتړ وکړ. موږ نه پوهيږو چي څوک کټونکی سو. خو موږ پوهيږو چي طالبانو بايلول.»

دغه ډله وايي چي د ټاکنو له پايلو سره بايد محتاطانه برخورد وسي، ځکه له ليرو پرتو سیمو څخه متفاوت راپورونه ورکړل سوي دی خو خلکو په ناامنو سيمو لکه کندهار کي رايي ورکړي دي او په ټاکنو کي يې گډون کړی دی.

نړۍ ته د افغانستان پيغام

د اروپايي ټولني د څارونکي ډلي مشر وايي چي افغانانو په ټاکنو کي په پراخ گډون سره نړۍ ته د ديموکراسۍ پيغام ورساوه.

د څارونکو په اند د افغانستان ټاکني د ټاکنو د قانون او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د صلاحيتونو په چوکاټ کي ترسره سوې او له قانوني نظر د پام وړ پرمختگ تر لاسه سوی دی.

دوی وايي چي ټاکنيز کمپاينونه هم په برياليتوب سره تر سره سول او په زرونو افغانانو په دغو کمپاينونو کي گډون وکړ او کانديدانو په سوله ييزه توگه خپل پيغام تر خلکو پور ورساوه.

د اروپايي ټولني د څارونکي ډلي په نظر د اپريل مياشتي د ۵ نېټې په ټاکنو کي د ښځينه کانديدانو او په ټاکنو کي د ښځو گډون لږ وو او په يو شمېر سيمو کي ښځو د امنيتي اندېښنو په دليل په ټاکنو کي گډون و نه کړای سوای.

که څه هم چي د ټاکنو کمېسيون ويلي دي چي د رايو ورکولو مرکزونو ته يې په کافي اندازه د رايو ورکولو پاڼي لېږدولي وې خو بهرنيو څارونکو ويلي دي چي د ټاکنو په ورځ د رايو ورکولو د پاڼو د کمښت په اړه به هم څېړني ترسره سي.

د اروپايي ټولني دغي څارونکي ډلي ويلي دي چي د افغانستان د ټاکنو بهير به تر پايه پوري وڅاري. دغه شپاړس کسيزه ډله چي د اروپايي ټولني د ۱۳ هيوادونو کارپوهان پکښې دي په افغانستان کي يې د ټاکنو پرمهال په کابل، مزارشريف او هرات کي د رايو ورکولو شاوخوا ۱۵۰ مرکزونه څارلي دي.