1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغاناني هم «رپ» سندري وايي

رضا شېر محمدي۱۳۹۳ آبان ۶, سه‌شنبه

په افغانستان کې یو شمیر نجوني هڅه کوي چې د «رپ» سندرو د ویلو له لاري د ښځو د حقونو له پاره خپل غږ پورته کړي. په وروستیو وختونو کې په دې رشته کې پر ستونزو سربيره د ښځینه سندرغاړو شمیر ډېر شوی دی.

https://p.dw.com/p/1DdBm
Rapperin Sonita Alizada
انځور: Ghaemmaghami Rokhsareh

سونیا غلیزاده یوه افغانه ده چې په ایران کې د رپ په سبک سندري وایي. د هغې په یوه سندره کې چې «د خرڅلاو له پاره ناوې» نومیږي د ناوي کالي یې اغوستي دي او پر مخ او بدن باندي یې د ربړوني نخښي نښانې لیدلي کیږي. هغه د سندري د ویلو پر مهال د کمري خوا ته گوري او له ښځو سره د زورزياتي په اړه له غمه ډکي پر حقایقو ولاړي سندري وايي.

شل کلنه سونیا له لسو کلونو راهیسي په ایران کې په مخفي ډول سندرې وایي. هغه وایي چې په داسي شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکوي چې هره شیبه کیدای شي له لویو ستونزو سره مخامخ شي. د دې نجلي خپلوان د هغې مسئولیت پر غاړه نه اخلي ځکه په خبره یې هغه یوه سندرغاړې ده.

دا خپله وایي: «تر اوسه پوري مي کورنۍ دغه موضوع نه ده منلې. هغوی فکر کوي چې کله یوه نجلۍ ستیدیو ته ځي او سندره ثبتوي نو دا یو ډیر بد کار دی.» سونیا په خپل شخصي ژوند کې هم ډیري ستونزي لري. هغه زیاتوي: «یووار راته ریباران راغلي ول. هر څه سم پر مخ ولاړل خو کله چې هغوی پوه شول چې زه په یوه ښوونځي کې کار کووم او له نور نجونو او هلکانو سره مي یو ځای سندري ویلي دي هر څه خراب شول.»

سونیتا اوس په ایران کې په یوه ښوونځي کې کار کوي چې د کوڅو د ماشومانو مسئولیت پر غاړه اخلي او ورته د زده کړې شرایط برابروي. پخپله سونیتا هم په همدې ښوونځي کې څو کاله وخت تیر کړی دی. اوس هم په دې ځای کې یو شمیر افغان ماشومان په زده کړو بوخت دي.

سونیتا په خپله وروستۍ رپ سندره کې د خپل برخلیک په اړه هم یو څه ویلي دي. داسي برخلیک چې کیدای شوای د هغې ژوند ته یې د تل له پاره بدلون ورکړی وای ځکه سونیتا وایي چې کورنۍ یې غوښتل هغه «وپلوري».

سونیتا وایي: «په دې سندرې سره مې غوښتل ووایم چې په افغانستان کې په یو شمیر کورنیو کې له نجونو سره د تجارتي توکو په شان چلن کیږي. هغوی د انتخاب حق نه لري او ورته د تجارتي توکو په سترگه کتل کیږي.»

په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په برخه کې د پام وړ پر مختگ شوی دی. اوس د افغانستان د قوانینو له مخي والدین اجازه نه لري چې د خپلې لور له رضایت پرته هغه واده کړي. خو اوس هم د افغانستان په سنتي ټولنه کې داسي پیښي رامنځ ته کیږي چې نجلۍ ته د هغې د ژوند د ملگري د ټاکلو حق نه ورکول کیږي.

په افغانستان کې له موسیقۍ سره د نجونو لیوالتیا

په افغانستان کې هم ډیري نجوني د موسیقۍ په برخه کې په زده کړو بوختې دي. د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت مشر ډاکټر احمد سرمست، وايي چې اوس په افغانستان کې ۵۵ نجوني په دې انستیتیوت کې د موسیقي په برخه کې په زده کړو بوخت دي. دغه انستیوت د افغانستان پر موسیقۍ باندي تمرکز کوي. خو په افغانستان کې هم یو شمیر نجوني په رپ سبک سندري وايي. په رپ موسیقي کې سندري ډیر وخت اعتراضي بڼه لري.

په افغانستان کې «د مورچه ها» ډله ډیر وخت اعتراضي سندري وایي. مسعود حسنزاده، د دغي ډلي بنسټ ایښودونکی دی وایي چې ډیر وخت افغان ځوانان د خپل غږ د پورته کولو په موخه اعتراضي موسیقي ته مخه کوي. پر دې سربیره هغه وایي چې رپ موسیقي ډیرو زده کړو ته هم اړتیا نه لري او سړی کولای شي چې د یوه ریتم د پیدا کولو له لاري خپلي خبري د موسیقې له لارې وکړي.

حسنزاده وایي چې په افغانستان کې اوس هم د رپ موسیقي ډیره د منلو وړ نه ده او له همدې کبله په دې برخه کې فعالي نجوني خپل کارونه په پټه توگه پر مخي وړي.

په ډیرو مواردو کې په افغانستان کې رپ موسیقي ته د نارینو د یوه سبک په سترگه کتل کیږي. په افغانستان کې دغه ډول موسیقي د لومړي وار له پاره تر هغه وروسته ډیره مشهوره شوه چې یوه افغان سندرغاړي بیژن کندزي، په ۲۰۰۶ کال کې په رسنیو کې په دې سبک خپلي سندري وړاندي کړې. خو اوس په دې هیواد کې یو شمیر ښځي هم په دې سبک سندرې وایي.

که څه هم د افغانستان د موسیقي په ملي انستیتیوت کې د رپ سبک نه تدریسیږي خو چارواکي وایي چې هغوی خپلو زده کوونو ته آزادي ورکوي چې په هر سبک سندري ووایي. خو ویل کیږي چې د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځی د دغه ډول موسیقي په برخه کې خپلو محصلینو ته زده کړي ورکوي.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې موسیقي هم د نورو ډیرو برخو په شان وده کړې ده. سونیتا هم غواړي چې خپل هیواد ته سفر وکړي او کنسرتونه اجرأ کړي خو هغه ډاډه نه ده چې وکولای شي بیرته ایران ته ستنه شي او په ښوونځي کې خپل کار ته دوام ورکړي ځکه هغه هم په ایران کې د ډيرو افغان کډوالو په شان د سفر کولو له پاره لازم اسناد نه لري.

پاراديس سروري هم رپ سندري وايي
پاراديس سروري هم رپ سندري واييانځور: Paradise Diverse