1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان څرنګه کولای شي چې د آلمان ویزه ترلاسه کړي

۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبه

په کابل کې د آلمان پر سفارت تر خونړي برید وروسته، یاد سفارت اوس د ویزې ورکړه ځنډولې ده. د دې کار له امله د زرګونو کسانو د ویزې لړۍ له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې. یاد سفارت اوس نوي خدمتونه پيل کړي.

https://p.dw.com/p/2geeO
Afghanistan Reisepässe in Passstelle in Kabul
انځور: picture alliance/dpa/S. Bhandari

په کابل کې د آلمان سفارت اوس د شینګن د ویزې د ورکړې له پاره نورې لارې چارې معرفي کړي دي. په کابل کې د آلمان سفارت پر خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي چې له دې وروسته افغانان کولای شي چې د افغانستان په ځینو ګاونډیو هیوادونو کې د ویزې له پاره درخواستونه ثبت کړي.

په کابل کې د آلمان سفارت د رسمي ویبپاڼې له مخې، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د افغانستان په ځینو ګاونډیو هیوادونو کې د دې هیواد د سیاسي نمایندګیو له لارې افغانانو ته ویزې اجرا کړي. په دې نوم لړ کې د هندوستان پلازمینه ډهلي، د ترکیې پلازمینه استانبول او د متحده عرب اماراتو د دبۍ ښار شامل دي.

د دې ترڅنګ، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې په راتلونکې کې د افغانانو له پاره د ویزې د ورکړې په موخه د پاکستان هیواد په پلازمینه اسلام آباد او د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې هم ورته خدمات پیل کړي.

د آلمان سفارت له هغو افغانانو څخه چې غواړي په هندوستان، پاکستان، ترکیه، متحده عربي اماراتو او یا هم تاجکستان کې د دې هیواد ویزه ترلاسه کړي، غوښتي چې د آلمان د ویزې تر اخیستو مخکې د دې هیوادونو ویزه ترلاسه کړي او د ملاقات له پاره دې د آلمان له اړوندو سیاسي نمایندګیو څخه وخت واخلي.

په ویبپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې په هندوستان او پاکستان کې د تحصیلي ویزو، د کورنیو د یوځای کیدو او نور خدمتونه هم پیل کړي.

د دې ترڅنګ هغو کسانو چې تر دې مخکې د خپلو کورنیو د راوستلو او یا هم د تحصیلي ویزو له پاره درخواست کړی، اسنادونه یې اوس مهال د آلمان په برلین کې تر ارزونې لاندې دي. د دې ترڅنګ د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د ویزو ګڼ شمیر درخواستونه ثبت شوي، له افغانانو د زغم او صبر غوښتنه کړې او وايي چې په دې صورت کې دې په ګاونډیو هیوادونو کې بیا ځلې د ویزې له پاره درخواست نه کوي.

ویل کیږي چې په کابل کې د آلمان سفارت ته اوس مهال له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې د ویزې درخواستونه شوي. د فرانسې خبري آژانس په دې هکله رپوټ ورکړی چې له دې ډلې څخه کابو نیمايي برخه یې داسې ویزې تشکیلوي چې «په آلمان کې منل شوي افغانان غواړي خپلې کورنۍ دې هیواد ته وغواړي».