1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان اوس هم د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دﺉ

۱۳۹۰ دی ۲۹, پنجشنبه

په داسي حال کي چي نړیواله ټولنه هر کال په افغانستان کي ۹۰ میلیونه ډالره د ماینونو د پاکولو په موخه لګوي، خو اوس هم په دغه هیواد کي ۳.۱ میلیونه انسانان د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/13m7e
په افغانستان کي اوس هم له یو میلیون څخه ډیر انسانان د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي.
په افغانستان کي اوس هم له یو میلیون څخه ډیر انسانان د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي.انځور: AP

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ وویل چي په افغانستان کي شاوخوا ۳.۱ میلیونه انسانان د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي. ملګرو ملتونو زیاته کړه چي که څه هم نړیوالي ټولني په تیرو شلو کلونو کي هڅه کړې ده چي د افغانستان خاوره له ماینونو څخه پاکه کړي خو لا تر اوسه پوري په دغه هیواد کي ډیر شمیر ماینونه په ځمکه کي ښخ پاتي دي.

د ملګرو ملتونو د ماین موندني یوه اداره Mine Action Coordination for Afghanistan نومیږي. د دغي اداري مشر، الن مکدونالد، وایي چي ماینونه په ټول افغانستان کي ښخ شوي دي.

په افغانستان کي د دیرش کلني جګړي په ترڅ کي ډیر ماینونه ښخ شوي دي. د لومړي ځل له پاره په ۱۹۸۰ کلونو کي پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کي ډیر ماینونه ښخ کړل. له هغه وروسته په ۱۹۹۰ کلونو کي د افغانستان کورنۍ جګړه پیل شوه چي په ترڅ کي ئې د افغانستان په بیلابیلو برخو کي بي حسابه ماینونه ځای پر ځای شول. د دریم ځل له پاره په افغانستان کي له ۲۰۰۱ کال وروسته یو شمیر ماینونه د طالبانو له خوا ښخ شول.

مکدونالد وايي: «په افغانستان کي دري لویي جګړي شوې ده. په دغو درو جګړو کي ډیر ماینونه ښخ شوي دي.»

د ۲۰۱۱ کال په پای کي د دې اداري د څیړنو له مخي په افغانستان کي ۶۰۴۸ د ماین خطر لرونکو سیمو شتون درلود، چي پراخوالی ئې ۵۸۸ کیلومترو ته رسیده. د دې اداري په حواله د ۲۰۱۱ کال په پای کي هم ۱۲۷۷۸۵۷ افغانان د مایونونو له ګواښ سره مخامخ ول.

مکدونالد زیاتوي: «په تیرو شلو کلونو کي موږ له افغانستان څخه ۵۰۰۰۰۰ د پرسونل ضد ماینونه، ۲۲۰۰۰ د ټانک ضد ماینونه او ۱۵ میلیونه ناچاودلي توکي پاک کړي دي.»

دغه چارواکی وايي چي اداره ئې پوهیږي چي د افغانستان په کومو سیمو کي ماینونه ښخ شوي دي نو له همدي کبله ئې په دغه هیواد کي د ماینونو په واسطه د رامنځ ته کیدونکي مرګژوبلي کچه راټیټه کړې ده.

د بریالیتوبونو سربیره اوس هم په افغانستان کي ډیر ماینونه ښخ پاتي دي. په وروستیو کي طالبان له «په کور کي جوړ شوو ماینونو څخه ډیر کار اخلي چي دا موضوع د ملکي مرګژوبلي د لوړیدو لامل شوې ده. نړیواله ټولنه هر کال په افغانستان کي ۹۰ میلیونه ډالره د ماینونو د پاکولو په موخه مصرفوي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم