1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او اروپايي اتحاديې مهم تړون لاسليک کړ

۱۳۹۵ اسفند ۱, یکشنبه

افغانستان او اروپايي اتحاديې د مونشن د امنيتي کانفرانس پر څنډه به افغانستان کي د اوږد مهاله ملکي اصلاحاتو په هکله يو تړون لاسليک کړ. کابل د رد سوو مهاجرو د بېرته منلو د غوښتنې تر فشار لاندي هم دی.

https://p.dw.com/p/2XqoS
Deutschland Münchner Sicherheitskonferenz 2017 Federica Mogherini und Eklihakimi Hakimi
انځور: European Union

د افغانستان د مالي چارو وزير اکليل حکيمي او د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو د سياست مسؤلې فېدريکا موګيريني د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه) يو تړون لاسليک کړ. د شراکت او پرمختګ له پاره د همکارۍ (CAPD) په نوم دغه تړون د دواړو اړخونو تر منځ هله لاسليک سو چي ورباندي تر مخه په اوږده توګه خبري اتري سوي وې.

ياد تړون د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کي لاسليک سو. د دغه تړون مقصد د افغانستان په زياتو سيمو کي د نازکې امنې وضعې باوجوده تر ۲۰۲۴ کال پوري د اختلاس پر ضد مبارزه، د ښې حکومتدارۍ او د تعليم او تجارت په ډګرونو کي د افغانستان سره همکاري او ملاتړ ښودل سوی دی.

دغه تړون په بون، توکيو، لندن او د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په مياشت په بروکسل کي د افغانستان او د اروپايي اتحاديې تر منځ د خبرو اترو او مخکني چمتو والی نيولو وروسته لاسليک سو.

د اروپايي اتحاديې له لوري د دغه تړون لاسليک کوونکې فېدريکا موګيريني د دغه تړون د لاسليک کولو په مراسمو کي وويل: «اروپايي اتحاديه به د خپلو افغان ملګرو سره د ټولو افغانانو له پاره په دغه هيواد کي د دوامداره پرمختګ او ټيکاو په ترڅ کي همکاري ته ادامه ورکړي.»

افغان وزير اکليل حکيمي دغه لاسليک سوی نوی تړون «د همکارۍ له پاره حياتي چوکاټ» وباله.

د اروپا کميسيون وايي چي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه هر کال تر تقريبا يو مليارد يورو (۱،۰۶ مليارد ډالره) پوري په پراختيايي ډګر کي د افغانستان مرسته کوي. د دغه کميسيون په وينا له همدې کبله اروپايي اتحاديه د افغانستان سره په مرسته کوونکو کي هر ټولو زياته مرسته کوونکی شريک دی.

ښځي او ماشومان

د دغه تړون په ترڅ کي «د بشري حقونو او په زیاته د مېرمنو او ماشومانو د حقونو په شمول پر سياسي موضوعاتو دوامداره مباحثې» په پام کي نيول سوي دي.

د اروپايي اتحاديې کميسيون پر خپله وېبپاڼه ليکلي چي په افغانستان کي وضعه د درو لسيزو بحران وروسته په « دوامداره توګه د بهتره کېدو» په حال کي ده. د کميسيون په پاڼه کي په افغانستان کي د وضعې د بهتره کېدو د بېلګي په توګه ويل سوي چي ۸ مليون ماشومان ښوونځيو ته ځي چي پکښي ۳۹ سلنه يې انجوني دي.

په دغه تړون کي د ترهګرۍ او د مخدره توکو پر ضد پر مبارزه هم ټينګار سوی دی. په دغه تړون کي د رد سوو پناه غوښتونکو د بېرته لېږد په پروسه کي د چټکولو له پاره پر همکارۍ هم خبره سوې ده.

د رد سوو افغان مهاجرو د لېږد موضوع په داسي حال کي په دغه تړون کي ذکر سوې چي په اروپا کي ګڼ شمېر د بشري حقونو سازمانونه افغانستان د مهاجرو د بېرته لېږد مسؤن هيواد نه بولي. په جرمني کي د رد سوو افغان مهاجرو د بېرته لېږد پر ضد زيات احتجاجونه هم سوي دي.


پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2017):
کوم دلايل په آلمان کي د قبولۍ سبب ګرځي؟