1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او اوکراین د ناټو د غونډې مهمې موضوعگانې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۷, چهارشنبه

د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران به د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د دغه ایتلاف د راتلونکي نقش په اړه خبرې اترې وکړي. دغه خبرې اترې د ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي تر تلیفوني اړیکې وروسته تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/1BFbn
انځور: John Thys/AFP/Getty Images

پر افغانستان سربیره د دې غونډې د بحث نورې موضوعگانې د اوکراین وضعیت او د ناټو د دفاعي وړتیاو څیړنه ده.

امریکا متحده ایالات او ناټو له افغان ولسمشر حامد کرزي، څخه غواړي چې د کابل او واشنگټن تر منځ امنیتي تړون لاسلیک کړي. د دې تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم یو شمیر امریکايي ځواکونه په افغانستان کې میشت وي.

ولسمشر کرزی د دې تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کوي او وايي چې هغه به یوازې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو د پیلیدو په صورت کې دغه تړون لاسلیک کړي. د ولسمشر کرزي دغه انکار د امریکا او ناټو له پاره دا موضوع سخته کړې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د نقش په اړه پلانونه جوړ کړي. د روان کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت پای ته رسیږي او تر دې وروسته به یو روزنیز ماموریت پیل شي، خو دا چې په راتلونکې کې به په افغانستان کې د ناټو څومره سرتیري او روزونکي میشت وي، لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

تر دې دمخه ولسمشر اوباما له ولسمشر کرزي سره په تلیفوني خبرو اترو کې ویلي وو چې امریکا متحده ایالات به له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو د ایستلو پر پلان باندې هم کار وکړي. خو هغه دا خبره هم کړې ده چې امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د یو شمیر سرتیرو د ساتلو امکان هم په پام کې ونیسي.

امریکا متحده ایالات اوس خپلې هیلې د افغانستان په راتلونکي ولسمشر پورې تړلې دي. افغانستان به په راتلونکې اپریل میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو شاهد وي. په دغو ټاکنو کې یو شمیر نوماندانو ویلي دي چې هغوی به د بریا په صورت کې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي. د ناټو یوه دیپلومات د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «امریکایان په دې ډاډه دي چې راتلونکی ولسمشر به امنیتي تړون لاسلیک کړي.»

د دیپلوماتانو په حواله ناټو د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې وخت لري چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل نقش په اړه یوه پریکړه وکړي. اوس مهال په افغانستان کې د ناټو شاوخوا ۵۸۰۰۰ سرتیري میشت دي. د نوي پلان شوي ماموریت له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم شاوخوا ۱۲۰۰۰ بهرني سرتیري په افغانستان کې میشت وي چې دنده به یې د افغان امنیتي ځواکونه روزنه او هغوی ته د مشورو ورکول وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو یوه بل دیپلومات هم د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «موږ اټکل کوو چې یو څوک به په یوه وخت کې دغه تړون لاسلیک کړي. موږ کوم دویم پلان نه لرو.»

د ناټو د دفاع وزیران به په خپلې دوه ورځنۍ غونډه کې پر افغانستان سربیره د اوکراین د وضعیت په اړه هم خبرې اترې وکړي. اوکراین په ۲۰۰۸ کال کې ناټو ته ډیر نزدې شوی وو او د افغانستان په برخه کې د دې سازمان ډیر نزدې متحده پاتې شوی دی. د اوکراین د دفاع د وزیر مرستیال به د روانې میاشتې پر ۲۸مه نیټه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې گډون وکړي. د افغانستان او اوکراین پر مسایلو سربیره به ناټو د دې سازمان پر دفاعي وړتیاو باندې هم وغږیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب