1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او ایران په خپلو کي اقتصادي اړیکي پراخوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۰, دوشنبه

افغانستان او ایران غواړي چې خپلې اقتصادي اړیکي لا پسې پراخي کړي. په همدې موخه د دوشنبې « د جنوري د میاشتې ۳۰مه» په ورځ په کابل کې د دواړو هېوادونو چارواکو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

https://p.dw.com/p/13tBd
ایران افغانستان ته په کال کې کابو د یو نیم ملیارده ډالرو په ارزښت صادرات لري
ایران افغانستان ته په کال کې کابو د یو نیم ملیارده ډالرو په ارزښت صادرات لري

دغه هوکړه لیک د افغانستان د مالیې وزارت مالي معین مصطفی مستور او د ایران د اقتصاد وزارت مرستیال علي شیري ترمنځ د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو په دویمه غونډه کې لاسلیک شو.

د هوکړه لیک له مخې به دواړه هېوادونه په ګمرکي، سوداګرۍ، پانګوني او ترانسپورتي برخو کې له یو بل سره نزدې همکارۍ ولري.

په دې غونډه کې د افغانستان د مالیې وزارت مالي معین مصطفی مستور خبریالانو ته وویل چې د افغان سوداګرو د ترانزیټي ستونزو په اړه موله ایراني چارواکو سره خبری اترې کړي دي چې دوی هم په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ راکړی دئ.

د ښاغلي مستور په وینا له ایراني چارواکو مو غوښتي دي چې پر ناقانونو لارو له هغه هېواد څخه د توکو د رالیږدولو مخه ونیسي او پرته له کوم دلیله باید د افغان سوداګرو مالونه د ایران په خاوره کې ایسار نه کړی شي.

په همدې توګه د ایران د اقتصاد وزارت مرستیال علي شیري هم دغه هوکړه لیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په پياوړتیا کې مهم وباله.

د هغه په وینا هېواد ئې په هراړخېزه توګه له افغانستان سره ټینګوهمکاریو ته ژمن دئ. « د ټولو رسنیو پر وړاندې اعلانوم چې د ایران ټول فني، فرهنګي، ټکنالوجيکي او روزنیز ظرفیتونه به د افغانستان د دولت په خدمت کې وي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د غیرنفتي توکو راکړه ورکړه څو برابره زیاته شوې. ده.

د علي شیري په وینا د دغه هوکړه لیک له مخي به د چاه بهار بندر ته هم پراختیا ورکړل شي، چې د دواړو هېوادونو سوداګر په اسانۍ سره د خپلو سوداګریزو توکو لیږد رالیږد ترسره کړي.

سره له دې چې ایراني چارواکي له افغانستان سره د ټینګو سوداګریزو اړیکو ژمنه کوي خو بیا هم افغان سوداګر د دغه هېواد ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان د سوداګریزو او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزي په دې اړه دویچه ویلې ته وویل:

« متأسفانه تیرو تجربو ښودلې ده، چې زمونږ ګاونډیان دې مسئلو ته پاملرنه، نه کوي، خو بیا هم موږ هیله من یوچې دوی باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.»

ښاغلی الکوزی زیاتوي ایران باید د نفتي موادو په برخه کې د افغانانو په ستونزو وپوهیږي او په دې برخه کې افغان سوداګرو ته خنډونه پيدا نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یو نیم کال وړاندي ایران په خپله خاوره کې د افغان سوداګرو د تیلو ۲ زره ټانکرونه درولي ول، چې له دې امله د افغانستان په بازارونو کې د تیلو بیې ډیري لوړي شوي وې.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض