1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او روسيه سوداگريزي اړيکي پراخوي

۱۳۹۴ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

په کابل کي د روسيې او افغانستان د سوداگريزو اړيکو دريمه غونډه جوړه سوه. روسيې له افغانستان سره د اړيکو پراختيا ته چمتووالی ښوولی دئ.

https://p.dw.com/p/1I4vM
انځور: imago/Pak Images/I. Dean

د افغانستان – روسیې دریم سوداګریز کنفرانس نن سه شنبه (۲۰۱۶م کال د مارچ لومړۍ) په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خوني په همکارۍ جوړ شو. د روسيي د سوداګرۍ خوني استازي رینارد شیګافووف کنفرانس ته وویل، روسیه چمتو ده چې د افغانستان له بانکونو سره همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا روسیه د اسیايي، اسلامي بانکونو او ملګروملتونو په همکاری له افغانستان سره خپله بانکي همکاري پراخوي: «په مسکو کې د ترانز کاپیټل په نوم د روسیې یو ستر بانک لرو، دا بانک علاقمند شوی چې له افغاني بانکونو سره مخامخ او هر اړخیزه همکاري وکړي.»

دغه راز، روسیه له افغانستان سره د صادراتو او وارداتو په برخو کې هم خپلي اړیکې پیاوړي کوي او له بیلابیلو بندرونو به افغانستان ته د غنمو او اوړو په واردولو کې لازمي اسانتیاوي رامنځته کړي.

افغان سوداګر کولای شي، چې د روسيي سترو کمپنیو په همکارۍ خپلو سوداګریزو توکو لکه ممیز، وچې میوې، غالۍ او نورو ته د روسيي په بازارونو کې بازار موندنه وکړي.

د روسيي د سوداګرۍ خوني استازي وویل په نږدې راتلونکې کې د روسيې اقتصادي پراختیا او بهرنیو چارو وزارتونو په مالي لګښت په مسکو کې د «حلال اکسپورټ» په نوم یو نندارتون جوړیږي. نوموړي افغان سوداګرو ته په دغه نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزي، روسیه په سیمه کې د افغانستان تر ټولو اغیزمن اقتصادي او سوداګریز ملګری وباله.

ښاغلی الکوزی زیاتوی د اروپا او روسيي ترمنځ د اوسنیو ستونزو له امله افغانستان هم د روسیې له پاره غوره سوداګریز شریک بلل کیږي.

دی وايي، روسیه اوسمهال وچي او تازه میوې ته ډیره اړتيا لري، چې افغانستان یې دا اړتیا ورپوره کولای شي.

روسيه او روسي سوداګرو تردې وړاندي د پخواني ولسمشر حامدکرزي له حکومت سره هم د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅي کړي.

د ښاغلي کرزي په دوره کې څو واري روسي سوداګر او پانګوال افغانستان ته راغلل او دغه هېواد یې د پانګونې له پاره مناسب بللی دی.

دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه یو ګډ کمېسیون هم جوړ کړی او وخت په وخت غونډې کوي.