1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او منځنۍ اسیا د همکاریو د پراخولو په هڅه کې

حسین سیرت۱۳۹۲ آذر ۲۸, پنجشنبه

د افغانستان د استراتیژیکو مطالعاتو اسنتیتیوت، د افغانستان د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي وضعیت د څیړلو په موخه په کابل کې یو دوه ورځینی کنفرانس په لاره اچولی دی.

https://p.dw.com/p/1Ad9x
انځور: DW/H. Sirat

دغه کنفرانس د «افغانستان او مرکزي اسیا تر منځ د خبرو اترو» تر عنوان لاندې جوړ شوی دی. په کنفرانس کې د تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان سفیرانو او دیپلوماتانو ګډون کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور د پنجشنبې په ورځ په دې کنفرانس کې وویل: «د افغانستان او مرکزي اسیا هیوادونو واقعیت دا خبره ښيي چې زموږ سیمه ډیرې مشترکې موضوعګانې لري چې موږ یې کولای شو د خپل ثبات او رفاه له پاره وکاروو او په مرسته یې امنیتي ګواښونه له منځه یوسو.»

د سپنتا په خبره له ترهګري څخه پر نورو هیوادونو باندې د تسلط کولو په موخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستو د سیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

سپنتا روښانه کړه چې د منځنۍ اسیا هیوادونه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دي. هغه وویل چې ترهګري یوازې د وسلو په مرسته له منځه نه شي تلای بلکه د هغه په خبره باید په دې برخه کې نورې لارې چارې هم وسنجول شي: «پر ترهګرۍ باندې تل پاتې بریا یو لوی اقتصادي او ټولنیز بهیر دی چې باید په کې دیموکراسي، ټولنیز عدالت او د خلکو د حاکمیت حق په پام کې ونیول شي.»

آرامه ګاونډیان

افغانستان له خپلو شمالي ګاونډیو څخه له دې کبله ډیر راضي دی چې دغه هیوادونه د کابل په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ډیرو مواردو کې پر خپلو جنوبي ګاونډیو باندې د مداخلې تور لګولی دی.

که څه هم افغانستان په وروستیو ۱۲ کلونو کې په منځني اسیا کې له خپلو ګاونډیانو سره نزدې اړیکې لرلې، خو بیا هم له دغو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو ډیره وده نه کړې.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په دې باور دی چې اوس هم د افغانستان او په منځنۍ اسیا کې د هغه د ګاونډیانو تر منځ واټن موجود دی.

دغه هیوادونه ډیر وخت له افغانستان څخه د مخدره توکو له قاچاق څخه سر ټکوي. په افغانستان کې د قزاقستان سفیر امیرتي بیتیموف، په دې کنفرانس کې وویل: «اوس مهال په افغانستان کې سیمه ییزې همکارۍ د پراخیدو په حال کې دي او قزاقستان به هم په دې برخه خپل نقش ولوبوي.»

ترهګري یو ګډ ګواښ

په دې کنفرانس کې ټینګار وشو چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هیوادونه باید خپلې اړیکې پراخه کړي. د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو کارپوه بختیار خالق، وویل: «ګاونډۍ سړی نه شي ټاکلی، بلکه ګاونډې له یوه هیواد سره پر پوله پراته وي. هغه ځواکونه چې اوس په سیمه کې میشت دي یوه ورځ له دې ځایه ځي خو ګاونډي به تل همدلته وي.»

دغه تاجیکي دیپلومات ټینګار وکړ چې باید د افغانستان د ثبات ملاتړ وشي ځکه د هغه په خبره د افغانستان امنیت پر ټولې سیمې باندې اغیزه اچوي.

دغه کنفرانس د منځنۍ اسیا د هیوادونو تر منځ تر سره کیدونکی دویم کنفرانس دي. پلان شوې ده چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان د تغیر پر لسیزې، ګډو ننګونو، تجارتي او اقتصادي همکاریو، ګډو فرهنګي میراثونو او په سیمه کې د نړیوالې ټولنې پر نقش باندې خبرې وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب