1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او ناټو نوی ماموریت پېلوي

مسعود جهش (حسين سيرت)۱۳۹۳ آبان ۱۵, پنجشنبه

د ناټو مشر افغانستان ته په خپل سفر کې ډاډ ورکړ چې ناټو به له دې هیواد څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د روان کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو اوسنی ماموریت پای ته رسیږي او د «پریکړن ملاتړ» په نوم نوی ماموریت یې پیلیږي.

https://p.dw.com/p/1DiMh
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Hossaini

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د پنجشنبې په ورځ د ناټو له نوي سرمنشي ینس ستولنبرگ، سره په کابل کې په یوه گډ خبري کنفرانس کې څرگند شو. په کانفرانس کي وويل شول چي د پلان له مخې به د روان کال تر پایه پورې ناټو په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورسوي. زياته شوه چې په دې ترتیب به د افغانستان ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانان په لاس کې واخلي.

خو دواړو مشرانو ټینگار وکړ چې د جنگي ماموریت پای ته رسیدل له افغانستان سره د ناټو د همکارۍ د پای معنی نه لري بلکه دغه سازمان به په راتلونکې کې هم د افغان ځواکونو په روزنه، د هغوی په تجهیز او ورته د مشورو په ورکولو بوخت وي. ولسمشر غني وویل: «غواړم نن له ښاغلي عمومي منشي څخه مننه وکړم. غواړم هم دوی ته او هم ټولو هغو هیوادونو ته چې په ناټو کې ونډه لري، ډاډ ورکړم چې د دسمبر پر ۳۱مه نیټه د ناټو اوسنی ماموریت په افغانستان له بریا سره پای ته رسیږي. هم د دوی ته او هم دې افغان ځواکونو ته مبارک وي.»

لا اوږد مزل په مخ کي دی

د ناټو غړو هیوادونو له ۲۰۰۱ کال راهیسي د امریکا متحده ایالاتو په مشري د افغانستان په ماموریت کې وڼډه اخیستې ده. دغو هیوادونو د ایساف په چوکاټ کې د خپل ۱۳ کلن حضور پر مهال په افغانستان کې خپل په زرهاو سرتیري له لاسه ورکړل. د ناټو سرمنشي وویل چې په افغانستان کې د ناټو د تیرې لسیزې ماموریت د دې سبب شوی دی چې دغه هیواد په یوه پیاړوي او داسې هیواد باندې بدل شي چې اوس ورڅخه د ناټو غړو ته کوم گواښ متوجه نه دی.

د ناټو نوي سرمنشي له افغان امنیتي ځواکونو سره هم لیدلي دي. هغه وویل چې دغه ځواکونه به وشي کولای چې د خپل هیواد امنیت ټینگ کړي. ستولتنبرگ زیاته کړه: «د روان کال په پای کې به افغان ځواکونه بشپړ امنیتي مسوولیتونه پر غاړه واخلي. زه ډاډه یم چې هغوی دې کار ته چمتو دي.»

د ناټو غړو هیوادونو ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم، هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره څلور میلیارده ډالر مرستې وکړي.

د ناټو نوی ماموریت

افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې توانیدلی دی چې د پام وړ پرمختگونه وکړي. دغه پرمختگونه د بشري حقونو د تامینولو او زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په برخو کې د پام وړ دی، خو اوس هم په دې هیواد کې پر نورو ستونزو سربیره امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

ناټو به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د «پریکړن ملاتړ» ماموریت په ترڅ کې د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز ته ادامه ورکړي. ولسمشر غني وویل: «د نوي ماموریت فرق په دې کې دی چې دوی له موږ سره د روزنې، امکاناتو او پیاوړې کولو په برخو کې مرسته وکړي. اوس په دې برخو کې روښانه ژمنې موجودې دي. موږ به یوځای دغه ژمني عملي کړو او د خوښې پایلې به ترلاسه کړو.»

د شوي تړون له مخې ناټو تر ۲۰۱۴ کال وروسته نه شي کولای چې له وسلو څخه استفاده وکړي. هغوی په هغه صورت کې په دې کار لاس پورې کولای شي چې افغان امنیتي ځواکونه ورڅخه غوښتنه وکړي.