1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان او پاکستان بايد خپلي اړيکي بهتره کړي»

احمدولي اڅکزی (دویچه ویله)۱۳۹۳ آبان ۱۴, چهارشنبه

د «کړکیچ نړيوال ګروپ» په نوم سازمان په خپل راپور کي پر کابل او اسلام آباد ږغ کړی دی چي خپل تر منځ داسي بهتره ديموکراتيکي اړيکي رامنځ ته کړي چي د دوړاو هيوادونه په ګټه وي.

https://p.dw.com/p/1Dh4d
انځور: ANJUM NAVEED/AP/dapd

د «کړکیچ نړيوال ګروپ» یاICG د اکتوبر مياشتي په ۲۸مه نیټه خپل راپور خپور کړ. دغه سازمان په خپل راپور کي ويلي دي چي د پاکستان او افغانستان ښې اړيکي په دواړو هيوادونو او په همدې راز په سيمه کي د ثبات او آرامي له پاره ډيرې مهمي دي.

په راپور کي زياته سوې ده چي د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي بايد پر ديموکراتيکو ارزښتونو ولاړي وي او دا چي پر همدغه لور بايد ورته تحرک ورکول سي. زياته سوې چي پاکستان او افغانستان قومي، ديني، ژبني او اقتصادي شراکت لري او بايد ګډ کار سره وکړي.

دا راپور په داسې حال کي خپريږي چي د افغانستان او پاکستان خپلمنځۍ اړيکي په تيرو کلونو کي ډېري لانجمني پاته سوي دي. دغه اړيکي يو پر بل د توندلاريتوب څخه د ملاتړ تورونو له لگولو سره مل پاتې سوي دي.

«تورونه لګول بايد بس کړو»

د راپور په وينا له کوم وخت راهيسي چي په ۲۰۰۸م کال په پاکستان کي تاريخي پارلماني ټاکني تر سره سوي نو د هغه وروسته رامنځ ته سوي دواړو حکومتونو د کابل سره د اړيکو بهتره کولو له پاره هڅي کړي دي. زياته سوې چي نوي افغان ولسمشر اشرف غني هم د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو بهتره کولو ته هوډمنتيا ښوولې ده.

غني تیره اوونۍ د خپلي وينا پر وخت وويل: «په عملي ډګر کي د داسې اقداماتو د تر سره کولو وخت رارسیدلی دی چي سوله رامنځ ته کړي [...] موږ بايد يو پر بل تورونه لګول بند کړو او د اعتماد فضا رامنځ ته کړو.»

د دې تر څنګ د ولسمشر غني يو بل قول هم نقل سوی چي ويلي يې دي: «د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو يو نوی فصل پرانستل سوی دی [...] او زه په دې ډاډه يم چي دغه به همکاري ته لاره هواره کړي.»

په کابل کي د آلماني کونراد ادناور بنسټ ریيس نيلز ويورمر، دویچه ویله ته وويل: «غني په تکراري ډول سره ويلي دي چي د پاکستان سره اړيکي بهتره کول يې د لومړيتوبونو څخه يو دی.»

توندلاريتوب د سولي مانع ګرځي

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف، د افغان ولسمشر غني د څرګندونو په تړاو تر اوسه مثبت غبرګونونه ښوولي دي. د شريف د ملي امنيت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز، افغان ولسمشر ته د اسلام آباد د سفر بلنليک سپارلی دی. کارپوهان دغه دعوت ته پر دواړو اړخونو د سولي او ثبات په برخه کې د همکارۍ د هيلي په توګه ګوري.

خو د سياسي استحکام کمښت، توندلاريتوب او تاوتريخوالی هغه څه دي چي د دواړو هيوادونو تر منځ د ښو اړيکو د رامنځ ته کیدو مانع ګرځي. د پاکستان وسلوال طالبان هم د سولي په لار کي لوی خنډ بلل کيږي. دغه وسلواله ډله هم د القاعده او هم د افغان طالبانو سره اړيکي لري.

له بل اړخه هغه افغان طالبان چي د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کالو تر منځ په افغانستان کې واکمن ول، مشران يې د پاکستان په قبايلي سيمو کي دي. دغه مشران په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امريکايي قواو د يرغل وروسته دې ته مجبوره سول چي د افغانستان څخه وتښتي. دغو افغان طالبانو په پاکستان کي دننه د توندلارو ډلو سره لاسونه يو کړي او په افغانستان کي دننه او د پاکستان پر سرحد يې د ناټو قواوو ته زياتي ستونزي رامنځ ته کړي دي.

د پاکستان د پوځ په هکله فکر کيږي چي د لومړي وزير نوازشريف د پاليسۍ سره مخالفت لري. خو کارپوهان وايي چي پوځ د توندلارو پر ضد د جګړې په خپله پاليسۍ کي هم برياليتوبونه نه دي درلودلي. د «کړکیچ نړیوال ګروپ» په خپل راپور کي ليکلي دي چي له همدې کبله د دواړو هیوادونو تر منځ اړيکي په دې پوري هم تړاو لري چي د پاکستان ملکي حکومت تر کومي کچي د ملي امنيت په پاليسۍ کي په پوځ خپلې غوښتنې منلای سي.

چانسونه موجوده دي

له بل اړخه په پاکستان کي د اپوزیسیون احتجاجونه د لومړي وزير د کمزوره کیدو لامل سوي دي. يو شمیر کارپوهان په دې آند دي چي د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او ديني عالم طاهرالقادري د احتجاجونو په موضوع کي د پاکستان د پوځ ملاتړ تر شا درلود. اټکل کيږي چي د پاکستان پوځ په دې توګه سره د لومړي وزير کمزوره کولو مقصد لاره.

د «کړکیچ نړيوال ګروپ» په خپل راپور کي د پاکستان لومړي وزير ته توصيه کړې ده چي د کابل سره دي اقتصادي اړيکي پراخي کړي. په زياته بيا د افغانستان د بنسټيزو جوړښتونو د رغولو په ډګر کي نوازشريف ته د همکارۍ مشوره ورکړل سوې ده. په راپور کي زیاته سوې چي دواړه هيوادونه بايد د اورګاډي پر مشترکه پروژه کار وکړي، پر پولو خپل سرتیري کم کړي او د آزاد تجارت له پاره پر يو ځانګړي تړون خبري اتري پیل کړي.

د سويلي آسيا د امنيتي چارو کارپوهه سمينه احمد، وايي چي «د پاکستان ملکي مشرتابه په دې باندي ښه پوهيږي چي يو باثباته افغانستان د دوی په هيواد کي د امنيت په ګټه دی. د پاکستان مشرتابه د خپلمنځي اړيکو د بهتره کولو له پاره هلي ځلي کړي او بايد دغو هلو ځلو ته ادامه ورکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب