1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان ته د ريچارد هولبروک سفر څونه ګټور دی

۱۳۸۷ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

ريچارد هولبروک جنوبي اسيا ته سفر کړی او پر افغانستان او پاکستان سر بيره هندوستان ته هم سفر کوي.پدې اړه مو په برلين کي د سياست او اقتصاد د څېړنيز مرکز د افغانستان د څانګي له کار پوهي سيتا ماس سره مرکه کړې

https://p.dw.com/p/Gqo0
د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانګړی استازی ريچارد هولبروک
د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانګړی استازی ريچارد هولبروکانځور: AP

دويچه ويلي: مېرمن سيتا ماس، آيا د امريکا دمتحده ايالاتو دځانګړي استازي سفر يو څېړنيز او د حقايقو د موندلو سفر دی اوکه د هغه تر شا نور مسايل هم پټ دي ؟

ماس: زما په نظر په اوس وخت کي دده سفر زيادتره د وضعي د ارزولو او دحقايقو دموندلوله پاره دی د اوباما، د حکومت نوې ستراتيژي به زه فکر کوم چي، د اپريل د مياشتي په سرکي د شمالي اطلس ددفاعي تړون ناټو د مشرانو له 60 کاليز د غونډي سره پيل سي. هولبروک ډير تجربه کاره ډيپلوماټ دی. خو زما د معلوماتوله مخه د اسيا جنوبي سيمه ډيره نه پيژني. نو ددې له پاره بايد معلومات ترلاسه او د سيمي د هيوادونو له مهمو نقش لرونکو سره مخامخ خبري وکړي. دغه ډول په واشنګټن کي هم سمه معلومه نده چي څه به کوي. خوښکاره خبره داده چي اوباما غواړي په بيان او لهجه کي بدلون راولي يعني نه يوازي په سمبوليکه توګه، بلکي دجوهر او محتوا له مخه هم د يوي بلي تګلاري غوره کول په پام کي لري مګر تر اوسه څرګنده نده چي دا تګ لاره به کومه وي.

دويچه ويلي: د امريکا دمتحده ايالتونو حکومت غواړي چي افغانستان له نړيوال تروريزم سره په مبارزه کي لومړۍ جبهه وګرځوي، او هلته نور عسکر ولېږي، ستاسو په نظر د افغانستان لانجه د پوځي لاري حلېدای سي؟

ماس: يوازي دعسکرو په ليږلوسره په هيڅ وجه دا لانجه نسي حل کيدای. تاسو و ګوری د تروريزم سره د جګړې اصطلاح ، د يو سمبول بڼه لري او د اوباما حکومت هڅه کوي چي لدې اصطلاح څخه په خپلو څرګندونوکي کار وانخلي. او په واشنګټن کي پر دې باندي فکر کيږي چي دبوش دحکومت لدې اصطلاح څخه د استفادې مخنوی وکړي. مګر د اوباما، ستونزه اوس پدې کي ده چي دی مجبوره دی چي د بوش د وخت د پوځي ستراتيژيو جوړونکي په خپلو مقامونوکي پريږدي. د مثال په توګه، جنرال پتريوس، چي په عراق او افغانستان کي د يوې حل لاري د لټولو هڅي کوي .

سر بيره پردې اوباما، غواړي چي نوي سياستوال ونوموي ترڅو پر نوي تګلاره باندي کار وکړي . د بوش د وخت ستراتيژي جوړونکي پدې عقيده دي چي د ډیرو عسکرو په ليږلو سره په افغانستان اوعراق کي سوله راوستلای سي . خو هغه څوک چي افغانستان پيژني پوهيږي چي داسمه نده، او دپو ځ د زياتولو تر څنګ بايد ضرور په غيري پوځي اقداماتو هم لاس پوري سي . سر بيره پردې په واشنګټن پدې فکر کي هم دی چي آياپه راتلونکو ټاکنو کي د ولسمشر کرزي ملاتړ وکړي او کنه. ځکه چي د هغه په اداره کي په پراخه پيمانه رشوت او اختلاص موجود دی.

دويچه ويلي: که چيري اوس کرزی نور د امريکا له پاره د اعتماد وړ سړی نه بلل کيږي، نو ستاسو په نظر متحده ايالات اوس د يو بل شخصيت په لټه کي دي؟

ماس: تراوسه لا داسي څرک نه ليدل کيږي چي د اوباما حکومت به د افغانستان د هيواد مشرۍ په ټاکنو کي د چا ملاتړ وکړي .خو توپير يې د بوش له حکومت سره پدې کي دی چي د کرزي پر حکومت باندي سخت انتقادونه کوي. زما په نظر دا نيوکي پر ځای دي، ځکه چي زما په عقيده جمهور رييس کرزی د ادارې دکمزور والي له امله د وضعي په خرابيدو کي ستره ونډه لري.

دويچه ويلي: داچي اوس د افغانستان او پاکستان نومونه غبرګ اخيستل کيږي آيا دا به دسياست د بدلون، چي د اوباما شعار ګرځيدلی دی مانا و نه لري؟

ماس: هو پدې برخه کي هم هغه پوځي ستراتيژي جوړونکي راپیاد کړو چي اوباما، ته په ميراث پاته دي . دوی د مني راهيسي پدې پيل کړی دي چي د لانجې دغه دواړه هيوادونه د جګړې د ډګر د سيمي په حيث ياده کړي. تراوسه تګلاره داسي وه چي د افغانستان له خاوري څخه دپاکستان د قبايلو پر سيمه باندي د بې پيلوټه الوتکو او ځانګړي پوځ په واسطه بريد وکړي. چي پدې برخه کي به هم داوباما حکومت دپوځي عملياتو ترڅنګ په زيادتره سياسي اقداماتو هم لاس پوري کړي. او فشار به پر پوځي عملياتو باندي وانه چوي.

دويچه ويلي: حقيقت دادی چي په افغانستان کي ثبات اوامنيت،لکه څنګه چي تجربو ښودلې ده، د پاکستان له مناسبي ونډي څخه پرته ممکن ندی، آيادا د امريکا دنوي ادارې له پاره يوه ډيره حساسه دنده نده؟

ماس: داډيره سخته دنده ده او دا چي د امريکا حکومت به پدې بريالی سي اوکنه هغه به يوې خواته پريږدو. خو په هر ډول چي وي پاکستان هم بايد په مسله کي شريک کړي. ځکه چي د افغانستان په وړاندي د پاکستان سياست د هندوستان په وړاندي د نوموړي هيواد دسياست يعني د هندوستان او پاکستان د زړې لانجي يوه برخه ده. دهمدې له پاره د پاکستان او افغانستان له پاره دمتحده ايالاتو ځانګړی استازی هولبروک، هندوستان ته هم ځي .

زماپه نظر د پاکستان په شان د افغانستان بل ګاونډی ايران هم حتماًبايد په يو سيمه ايز، سياسي،او ډيپلوماسي اقدام کي شريک کړای سي. دا ښکاره ده چي هولبروک، اوس د ايران له تجريد څخه 30 کاله وروسته تهران ته سفر نسي کولای خو د اوباما، د حکومت دڅرګندونو له طرز څخه داسي ښکاري چي غواړي د پاکستان تر څنګ ايران هم دسولي د راوستلو په طرحه کي شامل کړل سي.

دويچه ويلي: ستاسو په اند، هولبروک به پدې نوي ماموريت کي د بريالي کيدو له پاره تر هغه پخوانيو ډير تر فشار لاندي نه وي؟

ماس: بلې هغه دحتمي بريالي کيدو له پاره ځان تر فشارلاندي ويني.په عيني وخت کي سړی بايددې ته فکر وکړي چي افغانستان،او په افغانستان کي دنفوذ او برلاسي لرلو له پاره د پاکستان هڅي سخته لانجه ده، او د پاکستان د ننه د سستي سياسي وضعي په پام کي نيولوسره داسي ژر د هولبروک د برياليتوب تمه نسي کيدای.که هولبروک د حالاتو په ښه کولو بريالی سي او وکولای سي چي د افغانستان دجمهوري رياست ټاکني پرته له کوم جنجال او خنډ، او په ډير باور او اعتماد سره ترسره سي دابه تر هغه چي تمه يې کيږي دده ستر برياليتوب وي.