1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان توغنديي يرغلونه څېړي

۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبه

افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې له پاکستان سره دې موافقې ته رسېدلي دي، چي د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې د وروستیو يرغلونو د څېړلو له پاره یو گډ پلاوی سیمي ته واستوي.

https://p.dw.com/p/15pke
انځور: picture-alliance/dpa

د ولسمشر کرزي دفتر ویلي دي، چې ولسمشر د سه شنبې په ورځ له خپل پاکستاني سیال سره په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو د کنفرانس په څنډه کې لیدلي دي. د افغان ولسمشر دفتر په حواله دواړو ولسمشرانو په دې کتنه کې پر دغي موضوع باندي پریکړه کړې ده.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان ویلي دي چې افغان او پاکستاني ولسمشرانو د دواړو هیوادونو د اړیکو او د افغانستان د سولي د بهیر په اړه ږغېدلي دي. د دې غونډې په اړه نور جزئیات نه دې ورکړل شوي.

افغان چارواکي وایي چې په دې وروستیو وختونو کې د پاکستان له خاوري څخه د افغانستان پر سرحدي سیمو باندي توغندي توغول کیږي. دغه چارواکي ادعا کوي چې توغندي د پاکستان د پوځ له خوا توغول کیږي.

خو پاکستانی پوځ بیا وایي چې یوازي پرهغو ځایونو ئې توغندي توغولي دي چې پر دوی باندي يرغلونه کیږي.

د سرحدي يرغلونو مسئله اوس په افغانستان کې په يوې ډيري حساسي موضوع باندي بدله شوې ده. ددغه هيواد پارلمان د همدغه يرغلونو پر سر، خپل د دفاع او کورنیو چارو وزیران له دندو گوښه کړل.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان وایي چې یو شمیر پاکستاني طالبانو په افغانستان کې پټنځایونه جوړ کړي دي او پر پاکستاني پوځ باندي يرغلونه کوي.

د ولسمشر کرزي دفتر ویلي دي، چې افغان ولسمشر له خپل پاکستاني سیال څخه وغوښتل چې په عاجله توگه د پاکستان له خاوري څخه پر افغانستان باندي د توغندیو توغولو مخه ونیسي. ځکه چې د ولسمشر کرزي په خبره له دې اسيته د دواړو هیوادونو اړیکو ته تاوان رسیږي.

د ولسمشر کرزي د دفتر په حواله د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري منلې ده چې د افغانستان او پاکستان یو گډ پلاوی باید دغه يرغلونه وڅېړي.

بله خوا بيا د ولسمشر زرداري دفتر ویلي دي، چې د پاکستان او افغانستان ولسمشرانو ویلي دي چې ټولي ډلي باید له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د سولي له بهیر سره یوځای شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل