1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان

۱۳۸۷ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان په اړوند د ژمي په تېرېدلو سره نه يواځې دا چې طبيعت خپله بڼه بدلوي، بلکه ورسره د موسم په آوښتون کې ټولنيز او سياسي يو لړ بدلونونه هم رامخ ته کيږي.

https://p.dw.com/p/DiFf
په کابل کې د افغانستان-پاکستان د سولې کنفرانس: هېواد حامد کرزی او صدراعظم شوکت عزيز
په کابل کې د افغانستان-پاکستان د سولې کنفرانس: هېواد حامد کرزی او صدراعظم شوکت عزيزانځور: AP

په تېره بيا په دې روان وخت کې چې افغانستان خپل توربخت د حالاتو په تيارو کې لاهو کړی، اخوا دا خوا يې پکې لوغړوي. ليدل کيږي چې د هوا د مساعدت له مخې مخالفتونو او کړکېچونو خپله ناوړه بڼه بيا راښکاره کړې، د هېواد او هېوادوالو له تقدير سره لوبې کوي. له يوې خوا يو افغان گذارکوي او له بلې خوا پرې بل افغان. د دې وروستيو ورځو له حالاتو څخه د خبرولو په منظور مو نن د راديويي مجلې دې برخې ته د خپلو خوږو آورېدونکو د خبرتيا په خاطر د يو شمېر هغو رپوټونو او خبرونو غټ غټ ټکي غوره او راټول کړي، چې په څو وړاندې ورځو کې په لاس راغلي دي.

تر ټولو غوره او د لومړيتوب حق مو هغې خبر ته ورکړی چې وايي، د پاکستان مشر پرويز مشرف د دوشنبې په ورځ په ډاگه کړه: د چين او روسيې په گډون د منځنۍ آسيا د يوې داسې ډلې له جوړېدنې څخه ښه هرکلی کوي، کومه چې وکولی شي د ناتور سره په شريکه د افغانستان د لانجې حل ته لاره مونده کړي.

مشرف د پيکنگ د سين گوای د زده کوونکو په وړاندې خپله وينا کې په ډاگه وويل: د شانگهای د گډکار ټلواله کولی شي په شريکه سره ځينې کارونه سر ته ورسوي. نو ورسره ښايي چې لاس په کار شي او د افغانستان د امنيت د پاره تدبيرونه ونيسي.

مشرف وړاندې زياته کړه، کله چې د شانگهای ټلواله وغواړي دا کار وکوي، نو ښايي دا ډاډ ورکړي، چې له ناتو سره کوم تضاد نه لري. مشرف دا ټينگار هم وکړ، د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان په گډون د شانگهای ټلواله بايد د افغانستان په اړوند د هلو ځلو په لاره کې سره يو لاس او متعهد شي.

مشرف د جمعې په ورځ د چين جنوب ته تللی وو او د هغه هېواد له مشر هوجين تاو او لومړي وزير وين جيا باو سره يې کتلي دي.

افغانستان، پاکستان، مغولستان، هندوستان او ايران د منځنۍ آسيا د گډکار د ټلوالې سيلاني غړي دي.

د يوه بل خبر له مخې طالبانو له کندهار نه ١٥ ميله شمال خواته د ارغنداب په اولسوالۍ کې، د انگورو او انارو د باغونو له لارې د پوليسو پر يوې پستې باندې حمله کړې، ١١ تنه څارندوی يې وژلي دي. يوه پوليس افسر محمد رؤف څرگنده کړې، چې پوليس پربام باندې اوده وو او پيره دار هم خوب وړی وو.

د آلمان خبري آژانس dpa نن بيا له کابل څخه د امريکايي ځواکونو له قوله دا خبر راکړ، چې بهرنۍ ټلوالې او افغاني سرتېرو په شريکه سره د شنبې په ورځ په زابل کې له طالبانو سره نښته درلوده او د هوايي ځواکونو په مرسته سره يې يو شمېر وسله وال کسان له منځه يووړل.

تر ټولو وروستی او تازه خبر بيا د اسوشيټټ پرس آژانس څخه لرو، چې ورته کندهار د لويو لارو د ترافيکو قوماندان صاحب جان ورکړی دئ، او وايي چې د سپين بولدگ په سيمه کې د دوی د افرادو د سپرلۍ پر يوه موټر باندې د سرک پر سر ښخ يو بم ورچاودلی، دوه تنه يې وژلي او ٣ نور يې زخمي کړيدي. له دې سره په يوه تېر کال کې د وژل شوو پوليسو شمېر ٩٠٠ تنو ته رسيږي.

يو نا تائيد شوی خبر رارسېدلی، چې وايي د خيبر په سيمه کې دوې قبيلې خپلوکې سره نښتې او افغانستان ته راتلونکي ترافيک يې په ټپه درولي دي.