1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او چین د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړه

۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعه
https://p.dw.com/p/15AXs

چین او افغانستان نن په اقتصادي، تجارتي او امنیتي برخو کې د ستراتيژیکو همکاریو د تړون اعلان کړی دئ. د افغان ولسمشر حامد کرزي او هوجنتاو تر منځ تر لیدنې کتنې وروسته په یوه خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دواړو هیوادونو مشرانو د معدني زیرمو، د انرژې د پرمختگ، زیر بنا او د زراعت په برخه کې د اړیکو د لا پسې غځولو ژمنه کړې ده.