1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تریاکو ضد مبارزه کې د گټورو اقداماتو غوښتنه

۱۳۹۱ خرداد ۱۰, چهارشنبه

ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ پر افغان حکومت باندې غږ وکړ چې د تریاکو د کښت پر وړاندې د مبارزې په موخه «ګټور اقدامات» وکړي.

https://p.dw.com/p/154Gu
انځور: AP

افغانستان د نړۍ نوي سلنه مخدره توکي تولیدوي. د ملګرو ملتونو د مخدره توکو د څانګې مشر یوري فیدوتوف، د چهار شنبې په ورځ وویل چې افغانستان د تریاکو د پټیو په له منځه وړلو کې «کم پر مختګ» کړی دﺉ.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي ویلي دي چې افغانستان د مخدره توکو د تولید پړه پر غاړه اخلي او نور د هغه گټه تر لاسه کوي. کرزي زیاته کړې ده چې افغانستان نه شي کولای چې په یوازیتوب سره د مخدره توکو پر ضد مبارزه وکړي.

د ملگرو ملتونو په خبره په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په ۱۳۱۰۰۰ هکتاره ځمکه کې تریاک کرل شوي ول. دا د ۲۰۱۰ کال په پرتله اوه سلنه ډیروالی ښیي.

په ۲۰۱۰ کال کې په نړیواله کچه د تریاکو بیه ۱۳۳ سلنه لوړه شوه. د تریاکو د بیې د لوړوالې وجه په دغه بوټي کې د یوه ډول ناروغۍ رامنځ ته کیدل وو چې د هغوی ډیر حاصلات ئې خراب کړل. په نړۍ کې د تریاکو د بیې له لوړیدو سره، افغان کرونده گرو د هغوی له کرلو سره لا ډیره لیوالتیا پیدا کړه.

فیدیتوف ویلي دي: «زه غواړم چې د افغانستان ټولو چارواکو ته یو پیغام واستوم. هغه دا چې هغوی باید دا کار (له مخدره توکو سره مبارزه) وکړي. نه دا چې یوازې يو څو څانگې باید په دې کار لاس پورې کړي بلکې باید د دولت ټولې څانگې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه وکړي.»

د ملگرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه چې په افغانستان کې د تریاکو د حاصلاتو کچه نه یوازې د رامنځ ته شوی مرض له کبله راټیټه شوې ده بلکه د افغان حکومت هڅې هم په دې برخه کې ډیر رول لري. هغه پر افغان حکومت باندې غږ کړی دئ چې د مخدره توکو له قاچاقو سره تړلې نورې ستونزې لکه اداري فساد هم له منځه یوسي.

د فیدوتوف په حواله سږ کال په افغانستان کې په ۱۰۰۰۰ هکتاره ځمکه کې د تریاکو فصل له منځه وړل شوی دئ. دا د تیر کال په پرتله درې برابره لوړه شمیره ده. خو دې چارواکي وویل چې دغه کامیابي لا اوس هم لږ ده.

فیدوتوف زیاته کړه چې له افغانستان څخه د مخدره توکو په قاچاق کې د نړیوالو قاچاقچیانو لاس هم ښکیل دئ. دا هغه څه دي چې ولسمشر کرزی ورباندې تل ټینگار کوي.

د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر کرزي په حواله راغلي دي: «افغانان د تریاک د کښت پړه پر غاړه اخلي او نور ورڅخه گټه پورته کوي. د مخدره توکو قاچاق او نړیوال تروریزم سره تړلي دي او هغه ډیر کسان چې د مخدره توکو قاچاق کوي افغانان نه دي.»

په دې خبرپاڼه کې د ولسمشر کرزي په حواله لیکل شوي دي چې په افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې اراده موجوده ده خو د هغه په خبره افغانستان په دې لاره کې د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتونو د رپوټ په حواله په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان ته د مخدره توکو د قاچاق له کبله ۱.۴ میلیارده ډالر راغلي ول چې ډیره برخه ئې د یاغیانو لاس ته رسیدلې ده.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم