1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان به تر ۵ کلونو ۱۵۰ پوځي الوتکي ولري

۱۳۸۹ مرداد ۳۱, یکشنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چي د روسيې په ګډون يو شمير ملکونو ټټر وهلی چي افغان ملي پوځ ته به چورلکي، بم غورځونکي جيټ الوتکي او ټرانسپورټي الوتکي ورکوي.

https://p.dw.com/p/OtQm
دمګړی د افغانستان هوايي ځواک يوازي دګوتو په شمېر چورلکي او ترانسپورتي الوتکي لري.
دمګړی د افغانستان هوايي ځواک يوازي دګوتو په شمېر چورلکي او ترانسپورتي الوتکي لري.انځور: AP

امريکا به د مرسته کونکو هيوادونو د ډلي په سرکي ځای ولري.

يو مهال د افغانستان هوايي ځواک د سيمي په کچه غښتلی بلل کيدی چي په سلګونه ډول ډول پوځي الوتکي يي لرلې خو اوس تقريباً په هيڅ کي شماردی.

ويل کيږي چي د افغان هوايي ځواک لپاره د پرسونل روزل ډيري بودجې او وخت ته اړتيا لري.

د پوځي چارو کارپوهان وايي لکه څرنګه چي د طالبانو د حکومت له ړنګيدو وروسته د پليو سرتيرو روزلو ته پام شوي هومره د هوايي ځواک لپاره کسان ندي رزول سوي.

اوس د هوايي ځواک سمبالولو ته لومړي توب ورکړ سوی.

د ملي دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر عظيمي وايي د ځمکنيو ځواکونو روزل آسانه کاردی خو د هوايي ځواکونو روزنه به کلونه کلونه وخت ونيسي.

«کله چي تاسو ځمکنيو قواوو ته يوه کس ته اړتيا ولرﺉ، هر څو کلاشينکوف را اخلي خو کله چي تاسو هوايي ځواکونو ته اړتيا لري دا به کلونو کلونه وخت ونيسي تر څو يو تن وروزل شي».

د افغان پوځ د څرخي الوتکو په پريولو کي د بايسکل څخه کار اخستل کيږي
د افغان پوځ د څرخي الوتکو په پريولو کي د بايسکل څخه کار اخستل کيږيانځور: DW/Arkadi Dubnow

دمګړی د افغانستان هوايي ځواک يوازي دګوتو په شمېر چورلکي او ترانسپورتي الوتکي لري، چي د امريکا او روسيې له خوا افغانستان ته ورکړل سوي او وخت ناوخت د ملک خطرناکو سيمو ته هم الوتني کوي.

د ملي دفاع وزارت د پراختيايي پلان له مخي به افغان دولت هڅه وکړي چي تر ټاکلي مودي دمخه دغه الوتکي تر لاسه کړي.

د سياسي چارو مبصر ښاغلی عبدالواحد طاقت وايي چي دغه چورلکي د ملک ډيرو سيمو ته تګ راتګ نسي کولای او دا د ايتلاف ملاتړ دی چي له ځمکنيو قواوو سره ملاتړ کوي.

نوموړي په دي باور دي چي افغان هوايي ځوک په اوسنيو شرايطو کي مهم رول لري او بايد ورته جدي پاملرنه وسي.

هوايي ځواکونه د يوه هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره اساسي قوت بلل کيږي.

د پوځي چارو د ماهرينو په وينا دغه ځواکونه کولاس سي په يوازي سرعمليات وکړي او يا هم ملاتړ کونکی رول ولوبوي.

ځکه چي جنګي الوتکي کولاي سي د جګړي پر مهال هر راز وسلې وکاروي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل