1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان به د غلې له کمښت سره مخامخ نه شي»

اسماعیل شاکر۱۳۹۱ مهر ۲۵, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چې سږ کال د کافي اورښتونو له کبله په دې هیواد کې د غلې دانې حاصلات ډیر شوي دي او افغانستان به د غلو له کمښت سره مخامخ نه شي.

https://p.dw.com/p/16Qwx

د اکتوبر د میاشتې ۱۶مه نیټه په نړۍ کې د خوارکي توکو د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دﺉ چې د خوراکي موادو بیه په کې د منځینې عاید د کچې په پرتله یو څه لوړ دﺉ.

د افغانستان د اقتصاد د وزارت د یوې سروې له مخې په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه وګړي بې وزله دي. دا په دې معنی چې دغه وګړي په کافي اندازه خوړو ته چې د یوه انسان بدن ورته په نورمال ډول اړتیا لري لاسرسی نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرهنې وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې سږ کال په افغانستان کې د غلو دانو حاصلات ښه ول چې له دې کبله به افغانستان د غلو دانو له کمښت سره مخامخ نه شي.

د دغه وزارت ویاند مجید الله قرار، له دویچه ویله سره په یوې مرکې کې وویل چې سږ کال د مناسبو ورښتونو له کبله په افغانستان کې للمو غنمو حاصلات ډیر شوي دي:

«په افغانستان کې د غلې دانې د حاصلاتو کچه خورا لوړه شوې ده. افغانستان سږ کال ۶.۷ میلیونه ټونه غلې ته اړتیا لري چې د هغې له ډلې څخه موږ کولای شو چې شاوخوا ۶.۳ میلیونه ټونه غله تولید کړو. د دې لامل دا دئ چې سږ کال ورښتونه ښه ول او للمې کښت ښه شوی دئ. د حاصلاتو ډیریدل نور لاملونه هم لري. د بیلګې په توګه د اصلاح شوو تخمونو ویشل.»

ښاغلی قرار وايي چې سږ کال د سیمې په هېوادونو لکه پاکستان، قزاقستان او نورو هیوادونه کې هم د غلې دانې حاصلات ښه دي. هغه په ځانگړي توگه د قزاقستان یادونه وکړه چې په خپل هیواد کې د غلو دانو له پاره مناسب بازار نه لري او ښايي په زیاته اندازه غلې دانې افغانستان ته صادر کړي.

قرار وايي سره له دې چې د غلو دانو د تولید او کمښت په اړه کومه اندېښنه نه شته، خو د بیو په اړه لا هم اندېښنې پر ځای پاتي دي. هغه په ځانګړې توګه په سیمه ییزو هیوادونو کې د ستونزو یادونه وکړه. هغه وویل چې طبیعي افتونه او د تیلو بیه هم د خوارکي توکو پر بیو باندې مخامخ اغیزه لري:

«د بیو په موضوع کې ډیر فکتورونه داخلیدای شي. د بیلګې په توګه د لارو بندیدل، د تیلو د بیې لوړیدل، طبیعي حوادث، په ګاونډیو هېوادونو کې طبیعي حوادث.»

قرار زیاته کړه چې پر دغو فکتورونو سربیره د اسعار په قیمتونو کې بدلون هم د غلې پر قیمت باندې اغیزه اچوي. د هغه په اند که څه هم سږ کال د غلې د کمیت په اړه کومه اندیښنه نه شته خو بیا هم د هغې د قیمت په اړه څه نه شي ویل کیدای.