1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: بیلابیلو پېښو لس تنه پولیس ووژل

۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبه

یوه انتحاري برید او دوو بیلا بیلو چاودنو په افغانستان کې لس تنه ووژل. انتحاري برید په کندهار او دوه نورې چاودنې د ننګرهار او کندوز په ولایتونو کې وشوې.

https://p.dw.com/p/155Jb

د کندهار د والي ویاند جواد فیصل، وویل چې په دې ولایت کې یوه ځانمرګي برید کوونکي په موټر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد د پولیسو د یوې پوستې پر وړاندې وچول.

د کندهار د والي ویاند زیاته کړه: «په دې بزدلانه برید کې پنځه پولیس شهید شول او شپږ تنه نور ټپیان شول.»

کندهار د افغانستان په جنوب کې تر ټولو لوی ښار دﺉ. په دې ولایت کې د افغانستان د نورو سیمو په پرتله طالبان ډیر فعاله دي. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته دغه ډله په دې ولایت کې وخت نا وخت بریدونه تر سره کوي.

د یوه بل خبر له مخې د ننګرهار په ولایت کې هم د پولیسو په یوې پوستې کې یو برید شوی دﺉ چې په پایله کې ئې لږ تر لږه دوه تنه پولیس وژل شوي دي.

د ننگرهار د ولایت ویاند احمد ضیأ عبدالزي، دغه پیښه ومنله او زیاته ئې کړه چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د دې پېښې د لاملونو په اړه څیړنې کوي.

په وروستیو کې یاغیان ډیر وخت افغان امنیتي ځواکونه تر بریدونو لاندې نیسي. په پام کې ده چې همدا ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

څو اونۍ پخوا طالبانو اعلان وکړ چې په افغانستان به خپل د اوړي عملیات په لاره واچوي. طالبان په افغانستان کې د هوا له گرمیدو سره پخپلو بریدونو کې ډیروالی راولي. دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې افغان امنیتي ځواکونو د دغو بریدونو دفع کولو ته د چمتوالي اعلان کړی دئ.

د جمعې په ورځ د افغانستان شمال هم ارامه پاتې نه شو. یوې چاودنې د کندز ولایت تروریزم پر وړاندې د مبازرې د ادارې رئیس وواژه. د دې ولایت امنیتي چارواکو ویلي دي چې د دغه کس موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین برابر شو چې د هغه سربیره یو همکار او دوه تنه ساتونکي ئې هم په دې برید کې ووژل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: شمس الرحمان ناصر