1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته اوس هم سيلانيان سفرونه کوي

سيد رياض (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

ډیر لږ سیلانیان په داسې يوه هیواد کې خپلې رخصتۍ تیروي چې د جګړو او ترهګرۍ له امله زیانمن شوی وي. الکسندر هیرڅ کویچ په چرنوبل او شمالي کوریا کې خپلې رخصتۍ تیري کړي او د سږکال رخصتي په افغانستان کې تیروي.

https://p.dw.com/p/19OYO
Provinz Bamiyan. Copyright: 3rd Eye/Najibullah Musafer April, 2012
Afghanistan Landschaftenانځور: 3rd Eye/N.Musafer

۳۱ کلن الکسندر هیرڅ کویچ چې د فرانسې اوسیدونکی دی او د معلوماتي تکنالوژۍ IT کارپوه دی، هغه خپله دغه سفر ته «په ناورین ځپلو سیمو کي رخصتي» نوم ورکوي. هیرڅ کویچ خپلې رخصتې په هغو سیمو کې تیروي چې پکې طبعي ناورینونه، جګړې او یا ولس وژني رامنځ ته شوي وي، چې ډیری خلک هلته له تګ کولو څخه ډډه کوي.

هیرڅ کویچ په کابل کې د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «زما سخت ځایونه خوښیږي، ځکه چې هلته سړی ډیره انسان دوستي ویني. خلک ریښتني انسانان او بیخي بل ډول ټولنه ویني.»

د باميانو بوتانو یو وخت ډير سيلانيان لرله.
د باميانو بوتانو یو وخت ډير سيلانيان لرله.انځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

هغه د آلمان له خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي: «په ناورین ځپلو سیمو کي رخصتي په هغو ځایونو کې تر سره کیږي، چې هغه د سيلانيانو له پاره نه وي، ځکه چې هغوی یو سخت تاریخ لري. ما ته چې څه ډیر په زړه پوري دي هغه د انسانانو د ژوندانه د تیرولو طرز دی.»

په اصطلاح «ناورین ځپلو سیمو» ته سیلاني سفر او هلته خپله رخصتي تيرول په افغانستان کې ډیر مروج نه دی. وسیم احمد چې د افغانستان د توریزم د دولتي ادارې کارکوونکی دی وایي چې د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د هیواد هغو سیمو ته چې امنیت یې ډاډمن دی ۱۴۰۰ سیلانیانو سفرونه کړي دي.

په ۲۰۰۱کال کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ په افغانستان کې تر پوځي مداخلې وروسته به هر کال په زرونو سیلانیانو افغانستان ته سفرونه کول. خو د یوه شخصي توریستي شرکت د یوه کارکوونکي په وینا اوس ډیر لږ سیلانیان افغانستان ته سفر کوي. هغه شمیر سیلانیان چې غواړي افغانستان ته ولاړ شي زیاتره وخت د تاریخي کلاوو، ماڼیو، سیندونو او یا هم مسجدونو له لیدلو سره لیوالتیا لري.

په «بندی امير» کي هم ډيرو سيلانيانو شپې او ورځي تيرولې
په «بندی امير» کي هم ډيرو سيلانيانو شپې او ورځي تيرولېانځور: DW/ Yasir

د هیرڅ کویچ په څیر نورې بیلګې هم شته چې په انفرادي توګه افغانستان ته د سیلاني په توګه سفر کوي. د چک جمهوریت یو سیلاني هم افغانستان ته په دې نزدې وختونو کې سفر کړی وو. هغه د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په یوه شخصي کور کې یې ځای پیدا کړی دی. دغه چکي سیلاني غواړي چې په راتلونکي وخت کې د افغانستان سویلي ولایتونو کندهار او هلمند ته سفر وکړي خو هیچا هغه ته د لارښود په توګه په دغه سفر کې د ملتیا وړاندیز نه دی کړی.

افغانستان ته سفر تل یوه ښه پای نه لري، ځکه چې د دغه هیواد په یو شمیر سیمو کې د یاغیانو شتون د سیلانیانو له پاره ډیر خطرناک ثابیتدای شي. د بېلگې په توگه د شمالي امریکا یوه ښځه او مېړه یې چې په عامه ترانسپورت کې یې سفر کاوه او په کلیو کې یې شپې تیرولې د تير کال د اکتوبر میاشتې راهیسې ورک دي. د وروستي ځل له پاره هغوی د وردگو په ولایت کې لیدل شوي ول.

فرانسوي الکسندر هیرڅ کویچ په کابل کې د یوه اروپایي ديپلومات سره ورځې شپې تیروي. هغه چې هر ځای ته سفر وکړي، د هغه ځای انځورونه له افغانستانه په فرانسه کې خپلو دوستانو ته د پوستې له لاري استوي. هغه وایي: «اوریدلي مي دي چې په نړۍ کې د افغانستان پوست تر ټولو خراب خدمات وړاندې کوي. و به لیدل شي چې دوستانو ته مې پوسته رسیږي او که نه؟»