1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د آلماني عسکرو لېږقانوني دي

۱۳۸۶ تیر ۱۳, چهارشنبه

د آلمان د سوسيال ډ يموکرات د گوند ددفاعي چارو مسئول Walter Kolbow د آلمان د کيڼ لاسو د گوند له مشر Oskar Lafontaine ددې غوښتنه کړې چې د آلماني عسکرو څخه بخښنه وغواړي.

https://p.dw.com/p/DKIK
د آلمان د چپ گوند مشر اوسکا لافنتين
د آلمان د چپ گوند مشر اوسکا لافنتينانځور: AP
وروسته له هغه چې د آلمان د اساسي قانون د ستري محکمې لخوا د سه شنبې په ورځ دا پريکړه وسوه، چې افغانستان ته د آلماني تونادو ډوله الوتکود لېږلو موضوع دد غه هيواد د اساسي قانون يا د ناټو د تړون ليک د اصلو په خلاف کوم عمل ندی د آلمان د سوسيال ډ يموکرات د گوند ددفاعي چارو مسئول Walter Kolbow د آلمان د کيڼ لاسو د گوند له مشر Oskar Lafontaine ددې غوښتنه کړې چې د آلماني عسکرو څخه بخښنه وغواړي.
داخبره کولبوو د stuttgarts zeitung نومي جرمنۍ ورځپاڼي سره په مرکه کې کړې. د نوموړې په عقيده اوسکا لافنتين د آلمان عسکرو ته دا پيغور ورکړی چې د وی د اساسي قانون په خلاف عمل کوي.
همداډول تيره ورځ په افغانستان کې د آلماني عسکرو او د اکتشافي الوتکو تورناډو په اړه د آلمان د اساسي قانون د محکمې د پريکړي د اعلامولو څخه وروسته د آلمان د د فاع وزير فرانس ژوزف يونگ او د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير ددغي پريکړي هرکلی کړي اوويلي چې اوس د آلماني عسکرو لپاره دا پريکړه ددې بيلگه بلل کيږي، چې د د وي شتون په افغانستان کې يو قانوني شتون دی او په دې هيواد کې د سولی او امن راوستلو په خد مت کي دي.
نن د آلمان د سوسيال ډ يموکرات گوند په دې هکله هم خبري کوي، چې په افغانستان کې د آلماني عسکرو د خد مت په پلانونو کې څه بدلونونه راسي.