1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالفت

۱۳۹۵ بهمن ۴, دوشنبه

د جرمني د شليسويگ هولشټاين ايالت د کورنيو چارو وزير افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج د بنديدو غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخي پتېيل سوې ده چي په نژدې ورځو کي يوه بله ډله افغان مهاجر له جرمني څخه اخراج سي.

https://p.dw.com/p/2WEUI
Symbolbild - Abschiebung Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa

د شليسويگ هولشټاين ايالت د کورنيو چارو وزير شتيفن شتود، «RND» ورځپاڼي ته ويلي دي چي په افغانستان کي داسي ځای نسته چي هلته دي د بيرته لېږونکو مهاجرو «خونديتوب تضمين» سي.

هغه د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې هغه راپور ته اشاره کړې ده چي وايي په افغانستان کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دئ.

شتود، زياته کړې ده چي دی ځکه افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالف دی چي «دغه هيواد په يوه وسله واله کورنۍ جگړه کي ښکېل دئ.»

پتېيل سوې ده چي په راتلونکو څو ورځو کي به افغانستان ته يوه بله ډله هغه مهاجر چي په جرمني کي ئې د پناه غوښتنه نه ده منل سوې، ولېږل سي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخي په پلان کي ده چي د سه شنبې په ورځ له جرمني څخه ۵۰ تنه افغان مهاجر افغانستان ته انتقال سي.

په جرمني کي د مهاجرو د حقونو پلوي سازمان (پرو ازيول) د معلوماتو له مخي کيدای سي چي دغه ډله افغانان د دوشنبې په ورځ لا کابل ته ولېږل سي.

له جرمني څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو لړۍ د تيرکال په دسمبر مياشت کي د يوې ۳۴ کسيزي ډلي په اخراج سره پيل سوه.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير هغه مهال وويل چي د لېږل سوو مهاجرو يو پر دريمه برخه يې داسي کسان ول چي جرمونه ئې کړي ول.

افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج موضوع ځکه ډېر بحثونه راپورته کړي دي چي په دغه هیواد کي د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړه روانه ده. خو د جرمني چارواکي وايي چي په افغانستان کي داسي سیمي سته چي امنيت پکښې ډاډمن دئ.

د «RND» ورځپاڼي د راپور له مخي افغان چارواکي اوس د دغو ۵۰ کسانو هويت څېړي. په لومړي گام کي دا څېړل کيږي چي آيا دغو کسانو کوم جرم کړی او يا بې له کورنيو مجرد نارينه دي.

د راپور له مخي دغه کسان د جرمني د بايرن، بادن ورتمبرگ او نوردراين ويستفالن ايالتونو څخه اخراجيږي.

نور مطالب: