1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د بشري مرستو د بنسټيزو اصولو د ستنيدو غوښتنه

۱۳۸۹ فروردین ۱۹, پنجشنبه

اوس په افغانستان کي د بشري او پراختيايي مرستو لپاره تر بل هر وخت ډيري پيسې سته. خو د مرستندويو کارکوونکو په وړاندي خطرونه او محدوديتونه هم تر بل هر وخت زيات سوي دي...

https://p.dw.com/p/MqDT
اوس هغه وختونه تير سوي دي، چي د مرستندويو مؤسسو کارکوونکي بې پلوه پيژندل کيدل او دوی ته اجازه ورکول کيده، چي په ټول هيواد کي خپل خدمتونه وړاندي کړي
اوس هغه وختونه تير سوي دي، چي د مرستندويو مؤسسو کارکوونکي بې پلوه پيژندل کيدل او دوی ته اجازه ورکول کيده، چي په ټول هيواد کي خپل خدمتونه وړاندي کړيانځور: AP

کله چي په نوييمو کلونو کي د بشري مرستو د همغږي کولو لپاره «انتونيو دونيني» د ملګرو ملتونو د دفتر د مشر په توګه په کابل کي وو، لکه نن غوندي د افغانستان زياته برخه د حکومت د مخاليفو ځواکونو لخوا اداره کيده. خو د بشري چارو د سازمان ورکولو په برخه کي زيات توپير شته، يعني ملګرو ملتونو هغو سيمو ته چي د دولت تر کنترول لاندي نه وي، لاسرسی درلود.

د انتونيو له نظره هغه ناتواني، چي نن د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ او غير دولتي سازمانونو په کار کي، د حکومت تر کنټرول لاندي ښارونو، نه په بهر سيمو کي ليدل کيږي، له هغه ناتوانۍ نه رامنځته کيږي، چي د مرستندويو مؤسسو د کار په بڼه کي شتون لري.

انتونيو دونيني د بشرپالو خپلواکو او بي پلوه مرستو د اصولو پلوي دي. دﺉ د امريکي په متحدو ايالتونو کي د تافت د پوهنتون د فينستين د نړيوال مرکز يو پوه دی،چي په دې وروستيو کي بيرته افغانستان ته ستون سوی دی ترڅو د هغو ننګونو په اړه، چي په دغه هيواد کي د بشري خدمتونو په وړاندي کولو کي پراته دي،څېړني وکړي.

اوس په افغانستان کي د بشري او پراختيايي مرستو لپاره له هر بل وخت نه ډيري پيسې شته. خو د مرستندويو کارکوونکو په وړاندي خطرونه او محدوديتونه هم تر بل هر وخت زيات سوي دي. په دغو مرستندويو کارکوونکو له توپير پرته د طالبانو لخوا بريد او ګواښ کيږي او هغه محيطونه يي، چي دوی پکښي خپلي مرستي وړاندي کوي، ډير سياسي او پوځي کړيدي.

اوس هغه وختونه تير سوي دي، چي د مرستندويو مؤسسو کارکوونکي بې پلوه پيژندل کيدل او دوی ته اجازه ورکول کيده، چي په ټول هيواد کي خپل خدمتونه وړاندي کړي. اوس په هرځای کي، چي طالبان ننوتي دي، د بشري او پراختيايي مؤسسو کار يې ځنډولی دی.

د دې لپاره چي دغه تمايل په شا وتمبول شي او بشري فعاليتونه په رسميت وپيژندل شي، د «او سي اِچ اِي» يا د «دبشري مرستو د چارو دهمږغي کولو دفتر» وروسته له اوو کلونو په 2009 کال کي بيرته هيواد ته راستون شوی دی. دونيني د 1999 او 2002 کلونو تر منځ د دغه دفتر ريس وو.

غلطه پوهيدنه

دونيني په کابل کي د ملګرو ملتونو د مؤسسو او غير دولتي سازمانونو په وړاندي د نظر څرګندولو په وخت کي، د ملګرو ملتونو د مجوزو «سياسي» او «بشري» چارو تر منځ د روښانه بيلتون په اړتيا ټينګار وکړ. ده وويل، دا د ملګرو ملتونو د اصولو په نسبت د دوي د وفادارۍ د ونډي د غلطي پوهيدني د مخنيوي سبب ګرځي.

دونيني د ملګرو ملتونو سيمه ايز خبررسوونکي آژاني يا «ايرين» ته ويلي: «ملګري ملتونه يواځي «يونما» يا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو هيأت نه دي. ملګري ملتونه دغه راز د دغه سازمان د منشور او د بشري حقونو د نړيوالي اعلاميي ساتونکي هم دي. د ملګرو ملتونو دفتر دبشري چارو د همغږي کولو لپاره هم مؤظف دي څو د بشري مرستو د برابرولو په برخه کي خپلواکه او بي پلوه ونډه ولوبوي. زه فکر کوم، که چيري اړتيا وي، بايد ملګري ملتونه په هره سيمه کي، د هرچا تر کنترول لاندي چي وي، په فعاله توګه زيار وباسي.»

دونيني د خپلو خبرو په ادامه زياته کړه: «غواړم ووايم دي ته اړه ده چي د ملګرو ملتونو د سياسي او بشري څانګو تر منځ يو روښانه توپير وشي. هره څانګه بايد خپلي دندي هغسي چي ټاکل شوي او تجويز شوي، تر سره کړي.»

ځينو د مرستو د رسولو په برخه کي له طالبانو سره د خبرو توصيه کړيده، خو د نا محدودو مرستو د لاسرسي لپاره خبري ناکامي شويدي.

د دواړو خواوو د خبرو له دوام سره سره، د سره صليب نړيواله کميټه نه ده توانيدلي څو د هيواد ناامنو سيمو ته خپلي مرستي ورسوي.

بيلابيلي طرحي

که چيري طالبان د خبرو له لاري له سولي سره مينه ونه لري، د دي امکان شته چي زورزياتي او لانجي زياتي شي.

يوه له هغو موضوعګانو څخه چي په کابل کي په زياتيدونکي ډول پري بحث او خبري کيږي، د پرديو ځواکونو وتل دي. دينيني وايي چي: « ډير مسايل په سياسي او پوځي پراختيا سره په راتلونکو 18 ميشتو کي څرګنديږي. تر ټولو ښه وړانديز کيداس شي د حل سياسي لاره وي.»

دﺉ وايي: «که څه هم چي د مرستو د چارو کارکوونکي بايد د بشري مرستي ته اړو سيمو د ويشلو لپاره لا تيار واوسي. د دي منظور لپاره که چيري د مرستندويوږ مؤسسو او د صحني د لوبغاړو تر منځ ښه اعتماد رامنځته شي، ښايي وکړاي شي، کار آسانه کړي. ځکه په متفرقه اواوضاع کي، د بشرپالو کارونو سرته رسول ډير پيچيلي دي.»

ايرين/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکي: زيارمل