1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د زياتو عسکرو ليږل به څه ګټه و رسوي؟

۱۳۸۷ اسفند ۷, چهارشنبه

امريکايان غواړي چي افغانستان ته کم تر کمه 17000 نور عسکر هم واستوي. دغه عسکر به دافغانستان سويلی ولایاتو ته واستول شي.

https://p.dw.com/p/H14h
انځور: AP

د افغانستان په سويلي سيمو کی د ناتو پوځي قوماندانان واي چي په دغه سیمو کی دعسکر دشمير په زیاتولو سره به په حالاتو کي دکرځي دحکومت او دهغه دمتحدينو په ګټه بدلون راشي . خو د افغانستان خلک مسالی ته دومره خوشبينه ندي.

په افغانستان کی دنړيوال سوله ساتونکی ځواکونودقومانداني مرستیال جنرال Jim Dutton وايي دا کار به ډیر ژروشی او په همدي نژدی وختونو کي به 17 زره نوي امریکايی عسکر د کندهار، هلمند او ذابل ولایتونو ته ورسیږي.

د دغه عسکرو دنده به داوي چي له يوی خوا دوي دپاکستان سره دافغانستان ددګډو پولو څارنه وکړی او له بله پلوه به په دغه سيمو کی دنړيوال سوله ساتونکی ځواکونو ملاتړ کوي.

په دغه نوی دری لوا عسکرو کي سمندري ، ټانک او هوايي ځواکونه شامل وی او دا هغه ځواکونه دی چی په افغانستان کی نړيوا ل سوله ساتونکي ځواکونو يی غوښتنه کړی وه. په دغه ځواکونو کی 120 څرخي الوتکی هم شامل دي.

دغه ځواکونه به په لمړی سرکي دمقاومت دماتولو دپاره وي . دغه خبره په کابل کی دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو دقومانداني مرستيال جنرال هنس ايريښ آنتوني کوي. دي په افغانستان کی دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په مشر تابه کی ستر آلماني جنرال بلل کيږی او دلوژستيکی چارو مسوليت په غاړه لری.

د تير کال په اوړی کی هم کله چی زيات امریکايی عسکر راغلل ، په لمړی سرکی دمقاومت دماتولو دپاره عملیات سرته ورسيدل خو بيا وروسته ډيري نوي پيښی منځ ته شول. ډيري سیمی تر کنترول لاندی راغلل او په دغه سیمو کی خيریه ټولنی خپل فعالیتونه پيل کړل. داځلي هم مونږ دا هيله لرو چی د 17 زرونوي امریکايی عسکرو په راتلو سره به مونږ په ډیرو سیمو کی بيا لا س بری ترلاسه کړو او دبیرته روغونی چاری به هلته تر سره کيږی.

Afghanische Armee
يو افغان: ښه به داوی چی دبهرنيو ځواکونو په ځای افغان امنیتی ځواکونه وروزل شی.انځور: AP

خو د یادونی وړ خبره داده چی همدا اوس هم په افغانستان کی تر 70 زرو پوری بهرنی عسکر ځاي په ځای دی چي يوه برخه يی دنړیوال سوله ساتونکی ځواکونو او بله برخه يی دامریکايی اتلافی ځواکونو په چوکاټ کی عملیات سرته رسوی خو بیاهم هسی چی ليدل کیږی، دهندوکش په لمنه کی پروت هیواد افغانستان کی دمقاومت لمن ورځ په ورځ پراختيا موندلاي او په تير کال کی دغه مقاومت دپخوا به پرتله بیساري و. داچي داځلی به دعسکرو دشمير په زیاتيدلو سره دمقاومت دپه شاتنبولوپهلاره کي به مثبتی نتيجی لاس ته راشی او که څنګه ؟ ځينی افغانان په دی هکله خوشبينه ندی.

داکا ربه کومه ګټه ونه رسوی. او بيا یو بل افغان وايی چی بهرني ځواکونه افغانستان ته ددي دپاره راغلی و چي دالقاعدي په ضد مبارزه وکړی او په دغه هیواد کي دنشه يی موادو دکرنی او دسوداګری موخه ونيسي . خو دغه دواړه هدفونه نه دی تر سره شوی. ښه به داوی چی دبهرنيو ځواکونو په ځای افغان امنیتی ځواکونه وروزل شی. يا يو بل افغان وايی چي، د بهرنيو ځواکونو زیاتیدل زمونږ په ګټه دی خو بهتره به دا وای چی مونږ کار ولرو او يو نوی ولس مشر.