1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د مهاجرو د اخراج د درولو غوښتنه

۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبه

له آلمان څخه افغانستان ته د رد شوو پناه غوښتونکو د یوه پلان شوي پرواز په درشل کې د مهاجرو پلوي سازمان پرو ازول یو ځل بیا افغانستان ته د مهاجرو د اخراج د دریدو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3QpBw
Deutschland Demonstration gegen Abschiebung von Flüchtlingen
آرشیف انځورانځور: picture alliance/dpa/M. Balk

د مهاجرو پلوي سازمان پرو ازول د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر اوومه) په فرانکفورت کې ویلي دي چې په افغانستان کې «ګډوډ سیاسي وضعیت او همداشان په بشپړه توګه له کنتروله وتلي امنیتي وضعیت» ته په کتو سره د اغیزمنو کسانو ژوند او سلامتیا له خطر سره مخامخ ده.

یاد سازمان د رسنیو هغو رپوټونو ته اشاره کړې ده چې له مخې یې په پام کې ده د سه شنبې په ورځ یوه بله ډله رد شوي افغانان له آلمان څخه په یوه پرواز کې کابل ته واستول شوي. که چیرې دغه پرواز تر سره شي نو دا به د ۲۰۱۶م له دسمبر راهیسې ۲۸ پرواز وي چې پکښې په ډله ایزه توګه افغان پناه غوښتونکي خپل ټاټوبي ته اخراجیږي.

د پرو ازول په خبره ګواښونو، تاوتریخوالي او عمومي بې وزلۍ ته په کتو سره زیاتره مهال اغیزمن کسان خپل ژوند پرمخ نه شي بیولی.

زموږ له آرشیف څخه: