1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته نیمایي دوا قاچاقي واردیږي

شیر محمدي/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۹, پنجشنبه

د یوې نوې څیړنې له مخې افغانستان ته پنځوس سلنه دارو درمل په قاچاقي توگه واردیږي. پر دې سربیره ویل شوي دي چې د قانوني وارد شویو درملو کیفیت هم ښه نه وي. د عامې روغتیا وزارت د پولو نه کنترول د دې وضعیت لوی لامل بولي.

https://p.dw.com/p/1DqCd
انځور: DW/Hussain Sirat

«د ادارې فساد ضد مبارزې د څار او ارزونې خپلواکې گډې کمیټې» په روغتیایي ستکور کې یوه څیړنه کړې ده. دغه اداره په خپله څیړنه کې له داسې مواردو سره مخامخ شوې ده چې اداري فساد د افغانانو روغتیا ته ستر گواښ رامنځ ته کړی دی.

د دغې کمېټې یوه غړي یما ترابي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د څارونکو ارزونه یې ښيي چې افغانستان ته د واردیدونکو دارودرملو ۵۰ سلنه په قاچاقیږي توگه راواردیږي او په وینا یې د دغو دارو درملو د کیفیت له پاره هیڅ کنترول نه شته. په کال کې د دغه واردیدونکو دواگانو ارزښت ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

یما ترابي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په دولتي ارگانونو کې اداري فساد د دې سبب شوی دی چې آن پر هغو دواگانو چې د گمرک له لارې افغانستان ته واردیږي، هیڅ څارنه وجود نه لري: «هغه دواگانې چې رسما افغانستان ته واردیږي، یعنې هغه ۵۰ سلنه چې قانوني هم دي، ۶۰ سلنه یې بې کیفیته دي او د پاکستان له طریقه افغانستان ته واردیږي. پر دغو دواگانو لیکل شوي دي: یوازې افغانستان ته د صادریدو له پاره.»

ښاغلي ترابي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې څیړونو ښوولې ده چې د دغو داروگانو کیفیت ډیر ټیټ دی. د نوموړې په وینا شا او خوا ۳۰۰ پاکستاني شرکتونه بې کیفیته دارو درمل یوازې افغانستان ته د صادریدو له پاره تولیدوي او آن په خپله په پاکستان کې د دغو دواگانو د استعمال اجازه نه شته. د ترابي په وینا په ځینو مواردو کې دغه دارو درمل په گاونډیو هیوادونو کې د افغان سوداگرو په فرمایش په ټیټ کیفیت تولیدیږي، تر څو په ارزانه بیه مصرف کوونکو ته ورسیږي.

د اداري فساد ضد دمبارزې د څار او ارزونې خپلواکې گډې کمیټې ویلي دي چې په گمرکونو، عامې روغتیا، مالیې، د سوداگرۍ او صنایع په وزارتونو او همداشان د سوداگرۍ او صنایع په خونه کې اداري فساد د دې باعث شوی دی چې د خلکو عمومي روغتیا له جدي خطر سره مخامخ شي.

موږ کنترول کوو!

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې هغه دارو درمل چې په قانوني توگه دې هیواد ته واردیږي، د فارمیسي یا (دوا جوړونې) او د دغه وزارت د قوانینو د تطبیقولو د برسۍ د ریاستونو له لوري کنترولیږي. د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ډاکټر ثریا دلیل له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه وزارت هر کال په سلونو ټونه غیر مجاز، قاچاقي، بې کیفیته او هغه دارو درمل چې نېټه یې تیره وي له درملتونونو او مارکیټونو څخه راټولوي او سوځوي یې.

د ثریا دلیل په وینا افغانستان له پاکستان سره اوږده گډه پوله لري او د دې وزارت هیڅ څانگه پر هغې کنترول نه لري. نوموړې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دا د کورنیو چارو د وزارت او سرحدي پولیسو دنده ده چې د قاچاق مخه ونیسي: «هماغه شان چې ځانمرگي برید کوونکي او چاودیدونکي توکې افغانستان ته داخلیږي، له بده مرغه هماغه شان دواگانې هم افغانستان ته واردیږي. دا د عامه روغتیا د ماموریت برخه نه ده. زه دا خبره تائیدوم چې دا د افغانستان د حکومت دنده ده، موږ په دې برخه کې اړینه همغږي تر سره کړې ده، خو دلته بحث امنیت، مصونیت او زموږ د پولو کنترول ته ورگرځي.»

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت په وینا هغه دارو درمل چې په قانوني توگه افغانستان ته واردیږي، د تولید له مرحلې څخه تر انتقال او خرڅلاو، د دغه وزارت له لوري کنترولیږي.

د ناروغانو ژوند ته خطر

د بې کیفیته دارو درملو له استعمال څخه ضرر لیدونکي د هغې مصروفونکي دي. پر مالي زیان سربیره د دغو بې کیفیته دواگانو استعمال د ډیری ناروغانو ژوند له ستر خطر سره مخامخ کړی دی. د آذر شیوا ضیا، په نوم یوه افغانه چې خپل دارو درمل له آلمان، امریکا او کاناډا څخه راغوړي وایي چې په افغانستان کې د دواگانو د استعمال د منفي تجربې د درلودلو له کبله، دې ته ترجیح ورکوي چې سختي پر ځان وگالي او دوا له بهره راوغواړي.

نوموړې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې څو وارې یې دې ته پام شوی دی چې د افغانستان په درملتونونو کې رانیولو دواگانو نیټه تیره شوې وي او پلورونکي یې پر سر نوې نیټه وهلې ده.