1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته په ۵ میاشتو کې ۲۰۰ زره مهاجر ستانه شوي

۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعه

د مهاجرت نړیوالو سازمانونو ویلي دي چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې تر اوسه شا او خوا ۲۰۰ زره افغان کډوال له ایران، پاکستان او اروپایي هیوادونو څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3JXB1
Grenze Iran Afghanistan afghanische Flüchtlinge Abschiebung
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د مهاجرت نړیوال سازمان «آی او ام» په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې د ۲۰۱۹م کال له پېل راهیسې شا او خوا ۲۰۰ زره افغان مهاجر له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان او همداشان له اروپا څخه خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي دي چې ۱۸۲زره مهاجر له ایران او تر لسو زرو زیات بیا له پاکستان څخه خپل هیواد ته تللي دي. رپوټ زیاتوي چې د جنورۍ مياشتي له لومړۍ نېټې څخه د می میاشتې تر وروستیو پورې په ټوله کې ۷۶۰ افغان مهاجر له اروپایي هیوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

زیات شمیر مهاجر له ایرانه ستانه شوي

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند رضا باهر، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې مجموعا ۲۰۵ زره مهاجر افغانستان ته راستانه شوي دي، چې زیاتره یې له ایران څخه راغلي دي.

باهر وویل: «شا او خوا ۱۸۴ زره له ایران څخه راغلي چې په دغه ډله کې ۱۲۰۰ کسانو یې اسناد درلودل، هلته یې حضور قانوني او په داوطلبانه توګه راستانه شوي دي. ۱۸۱ زره کسانو بې له [قانوني] مدارکو په ایران کې ژوند کاوه چې نیمایي یې په اجباري ډول او نیمایي یې په داوطلبانه ډول ایران پریښی دی.»

د کډوالو چارو وزارت وایي چې له پاکستان څخه په شا او خوا ۱۲۰۰۰ راستنو شوو افغان مهاجرو کې ۴۰۰۰ يې هلته د اوسیدو قانوني اسناد درلودل او ۸۰۰۰ یې نه. خو له ملګرو ملتونو او افغان حکومت سره د ثبت شوو ارقامو په برخه کې توپیر هم لیدل کیږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې په همدغه موده کې مجموعا ۷۶۰ افغان مهاجر له اروپایي هیوادونو څخه راستانه شوي دي. خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت بیا وایي چې له اروپایي هیوادونو څخه ۳۸۲ افغان مهاجر په اجباري ډول اخراج شوي دي او ۱۶۵ کسان بیا په دواطلبانه توګه راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت وایي چې له ترکیې څخه هم ۱۲۰۰۰ افغانان راستانه شوي دي چې ټولو د بیا راستنیدو اسناد لاسلیک کړي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د ارقامو له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې ۸۰۰ زره افغانان ایران پریښودو ته اړ شوي ول او خپل ټاټوبي ته راستانه شوي دي. په دې هکله باهر وایي: «سږ کال هم وړاندوینه کیږي چې ۲۰۱۸م کال ته ورته شمیر به ولرو.»

له ایران څخه د افغان مهاجرو د راستنیدو عمده دلیل پر دغه هیواد باندې د امریکا متحده ایالاتو له لوري اقتصادي بندیزونه دي چې په ایران کې د افغان مهاجرو د عوایدو د کمیدو سبب شوي دي.

په عین وخت کې د ډالر په مقابل کې د ایران پولي واحد په بې ساري توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی، چې دغه بيا د افغان مهاجرو د بیرته راستنیدو بل دلیل ګڼل کیږي.

له پاکستان څخه زيات بیرته راستنیدونکي مهاجر په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان او کونړ او له ایران څخه راستنیدونکي زیاتره مهاجر په کابل، بلخ او هرات کې هستوګن کیږي.

څلور اړخیزه غونډه

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په پام کې ده چې د افغانستان، ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو تر منځ یوه څلور اړخیزه غونډه وشي.

د باهر په خبره دغه ناسته د جون میاشتې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په کوربتوب تر سره کیږي. ښاغلی باهر زیاتوي چې د دغې غونډې موخه په پاکستان او ایران کې د افغان مهاجرو مدیرت او همدشان په داوطلبه توګه او تدریجي ډول د مهاجرو د راستنیدو تنظیمول دي.

د کډوالو چارو وزارت وایي چې د افغانستان حکومت هر کال د بشري مرستو د توزیع او همداشان د سالم ادغام په برخه کې د یو میلیون کډوالو د راستنیدو له پاره لازم چمتووالی لري او زیاتوي: «که چیرې شمیر له یو میلیون هم زیات شي، موږ بیړنی عملیاتي پلان لرو.»

زموږ له آرشیف څخه: