1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د اسيايي جلنج کپ اتل هیواد شو

۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبه

د افغانستان د کرکیټ د شپاړس کلنو تنکیو ځوانانو لوبډلې د شبنې په ورځ په اسیايي جلنج کپ کې خپله وروستۍ لوبه وگټله او د دې سیالیو اتلولۍ ئې خپله کړه. افغان لوبډلې د شنبې په ورځ خپل وروستي سیا قطر ته هم سخته ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/14ImI
انځور: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان د شپاړس کلنو تنکیو ځوانانو د کرکیټ لوبډله په تایلند کې د اسیایي جلنج کپ اتله شوه. په دغو لوبو کې افغانستان مالدیو، بوتان، سعودي عربستان، چین او قطر ته ماته ورکړه او د سیالیو اتله لوبډله شوه.

د اسیایي جلنج کپ په سیالیو کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه له قطر سره وکړه. د لوبې په پیل کې افغان لوبډلي پچه وګټله او پخپله ئې د منډو جوړولو پریکړه وکړه.

افغانستان نن په ۳۷.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو له سوځیدلو سره ۲۰۰ منډي جوړي کړي او خپلي سیالي لوبډلي ته ئې د ۲۰۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري سید حکیم ۵۹ منډې، پرویز خان ۵۲ منډې او عمران خان په خپل وار سره ۳۰ منډې جوړې کړې. قطر بیا په ۳۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۰۸ منډي ئې جوړي کړي او وو ئې نه شو کولای چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي. په دې ترتیب سره نو افغانستان په ۹۲ منډو لوبه وگټله.

د افغانستان د کرکیټ بورد اجرائیوي مشر نسیم الله دانش، وايي چې افغان لوبغاړو په زړه پورې لوبې ترسره کړې او نړیوالو ته ئې وښودله چې دوی له پیاوړو لوبډلو سره د لوبو کولو وړتیا لري.

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان د شپاړس کلنو تنکیو ځوانانو د لوبډلې پیاوړي لوبغاړي کولای شي چې په راتلونکې کې د افغانستان په نورو لوبډلو کې ولوبیږي. د دانسش په خبره د افغانستان د کرکیټ د شپاړس کلنو تنکیو ځوانانو د لوبډلې لاسته راوړني ښیي چې د افغانستان کرکیټ روښانه راتلونکې لري.

دانش وایي چې د افغانستان د شپاړس کلنو تنکیو ځوانانو لوبډلې د اسیایي چلنج کپ په سیالیو کې د اتلولۍ له گټلو سره د اسیایي ایلیت کپ سیالیو ته هم لاره موندلي ده. هغه هیله څرگندوي چې افغان لوبډله به د ایلیت کپ په سیالو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

مسعود جهش/ د افغانستان کرکیټ بورد
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب