1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د امریکا مهم متحد وبلل شو

۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن، کابل ته په یوه ناڅاپي سفر تللې ده. هغې افغانستان د امریکا د اصلي ملگري په توگه نومولی دئ او ویلی ئې دي چې امریکا د افغانستان له پاره ځانگړي امتیازات په پام کې نیولي دي.

https://p.dw.com/p/15TEh
انځور: AP

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنتن، د شنبې په ورځ کابل ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې ویلي دي چې امریکا «افغانستان د خپل اصلي متحده چې د ناټو غړی نه دئ» په توگه نومولی دئ. هغې زیاته کړې ده چې امریکا له همدې کبله د افغانستان له پاره یو اوږد مهاله امنیتي چوکاټ په پام کې نیولی دئ.

کلنټن له ولسمشر کرزي سره تر لیدلو وروسته وویل: «موږ دې مسئلې ته له افغانستان سره د خپلو ژمنو د یوې قوې نښانې په سترگو گورو. زه غواړم له ولسمشر کرزي سره یوځای په رسمي ټوگه دا خبره اعلان کړم چې ولسمشر اوباما افغانستان د امریکا د داسي اصلي متحد په توگه چې د ناټو غړی نه دئ، غوره کړی دئ.»

یوه امریکايي چارواکي د کلنتن د خبرو په هکله وویل چې دغه شان څرگندونې یوه هیواد ته دا چانس ورکوي چې له متحده ایالاتو څخه خپل امنیتي اړتیاوې په اسانۍ سره پوره کړي.

دا لومړۍ ځل دئ چې متحده ایالات افغانستان د داسي هیوادونو په ډله کې راولي چې کولای شي له دې هیواد څخه ځانگړي امتیازات تر لاسه کړي. افغانستان یوولسم هیواد دئ چې امریکا ئې خپل داسي اصلي ملگری بلي چې د ناټو غړی نه دئ. په دې ډله کې پاکستان، اسرائیل، مصر، جاپان، اردن، کوریا، ارجنتاین، استرالیا او نیوزلند هم شامل دي.

دغه هیوادونه کولای شي له امریکا څخه په اسانۍ سره خپل دفاعي تجهیزات تأمین کړي او د امریکا د پورونو له پروگرام څخه گټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغانستان او امریکا پخپل منځ کې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی دئ. د دغه تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او امریکا اړیکې تعریف شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی