1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغانستان د امریکا د هوايي ځواکونو د تمرکز پر ځای اوښتی

۱۳۹۶ بهمن ۱۹, پنجشنبه

د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو یوه چارواکي ویلي چې په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو تر کمولو وروسته، افغانستان د امریکا د هوايي ځواکونو د تمرکز پر اصلي ځای بدل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2sK4Y
Air Force B-52 USA Südkorea Manöver Pyeongtaek
انځور: picture-alliance/dpa/Airman 1st Class Dillian Bamman

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د هوايي ځواکونو قوماندان جیمزهکر په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو قوماندانۍ ته په اشاره چې د امریکا د پوځي عملیاتو مشري پر غاړه لري وویل چې: «په عراق او سوریه کې تر وروستیو بریاوو وروسته، افغانستان د امریکا متحده ایالاتو د قوماندانۍ د تمرکز په اصلي ځای بدل شوی دی.»

هکر له پنتاګون سره د تلیفوني کنفرانس په ترڅ کې زیاته کړه چې: «دغه موضوع د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو قوماندانۍ ته دا امکان هم برابر کړی چې موږ ته لا ډیر امکانات په واک کې راکړي او دغه څه له افغانانو [افغان امنیتي ځواکونو] سره زموږ د مرستو وړتیا په کافي اندازه لوړوي.»

دغه امریکايي چارواکي همدا راز ټینګار وکړ چې د افغانستان [پوځي] ماموریت د روان کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې په رسمي توګه د امریکا د متحده ایالاتو د [پوځي] قوماندانۍ د یوه اصلي تمرکز په توګه بدل شوی دی.

Afghanistan US Militär Drohnen
انځور: Reuters/J. Smith

دا په  داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو [پوځي] قوماندانۍ د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۶مه نېټه) اعلان وکړ چې دوی د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر ضد یو شمیر هوايي بریدونه ترسره کړي دي. دغه بریدونه د B52 ډوله الوتکې په واسطه شوي چې ۲۴ توغندي یې توغولي دي.

په عین وخت کې په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونو بیا ویلي چې په دې هوايي بریدونو کې چې په بدخشان ولایت کې شوي، د طالبانو د روزنې مرکزونه او د افغان امنیتي ځواکونو هغه موټر په نخښه شوي چې د وسلوالو طالبانو په ولکه کې وو، او د بریدونو په پایله کې د طالبانو د روزنې مرکزونه او یاد موټر له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالدترمپ د تیر کال د اګست میاشتې په ترڅ کې د افغانستان له پاره د امریکا نوې تګلاره اعلان کړه چې پکې نوموړي افغانستان ته د تازه دمو امریکايي سرتیرو د ګمارنې ژمنه وکړه. د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اساس، د امریکا له لوري تازه دمي سرتیري به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او دوی ته د مشورې د ورکړې په برخه کې مرسته وکړي.

هکر بیا ویلي چې اوس افغانستان امنیتي ځواکونه تر پخوا ښه تجهیز شوي او سربیره پر دې په دې وروستیو څو میاشتو کې په دې هیواد کې د مخالفینو د ځپلو له پاره ځینې هوايي بریدونه په خپله د افغان پیلوټانو لخوا ترسره شوي دي. د نوموړي په وینا، په ۲۰۱۷م کال کې د ناټو ځواکونو د یوې اونۍ په ترڅ کې په اوسط ډول ۲۵ هوايي بریدونه ترسره کړي. د هکر د معلوماتو له مخې په همدې ترتیب د افغان هوايي ځواکونو د پیلوټانو د هوايي بریدونو اوسط شمیر په اونۍ کې ۴۰ بریدونه ته رسیږي.