1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د اوسکار جايزې په فهرست کې راغلی دی

۱۳۹۴ مهر ۱۷, جمعه

له افغانستان څخه تر ويتنام پورې هېوادونه د اوسکار د بهرنيو فلمونو د سږنۍ جايزې په فهرست کې شامل دي. دغه خبره د «اکاډمي آوارد» يا اوسکار سمبالونکو د پنجشنبې په ورځ وکړه.

https://p.dw.com/p/1GlkV
انځور: picture-alliance/dpa/Matt Sayles/Invision/AP

تېر کال هغه وخت رکارډ قايم شو چې ۸۳ فلمونه د اوسکار جايزې د بهرنيو فلمونو کتګورۍ ته ونومول شول. سږ کال دغه شمېر د پروسږ کال په پرتله لږ ټيټ دی.

د فلمونو د نوم ليکنې بهير د اکتوبر په لومړۍ نېټه بشپړ شو. هغه فلمونه چې ډېره توجه ورته وشوه د اتريش «ښه شپه مورې» فلم دی، چې د امريکا متحده آيالاتو په مخکتنو کې يې ډیره ستاينه وشوه. د چين يو فلم د يوې ځوانې ښځې په اړه دی، چې له سرطان سره مبارزه کوي او يو جاپانی فلم دی چې د يوې ډارنې ښځې ژوند انځوروي چې سوک وهنې ته مخه کوي.

د پاراګواي فلم «د ورېځو ډک وختونه» نوميږي چې د فلمي لارښود ارامي اولون، او د هغه د زړې شوې مور تر منځ رابطه انځوروي.

د افغانستان «يوتوپيا» يا په اصطلاح «خيالي پلو» نومی فلم د يوې افغانې ښځې په هکله دی چې بريتانيې ته د مصنوعي القا له پاره سفر کوي. د ويټنام «جګ پاټ» نومی فلم د لاټرۍ ټيکټونو د يوه پلورونکي د اخلاقي ستونزو په اړه دی. فرانسه د يو څو لسيزو راهيسې په لومړي ځل داسې يو فلم وړاندې کوي چې په فرانسوي ژبه نه دی. د هغوی «ماستانګ» نومی فلم د فرانسوي ترکي فلمي لارښود دېنيز ګامزه ارګووېن، لومړی سينمايي فلم دی چې د ترکيې په شمال کې د پنځو خويندو په اړه کيسه کوي. فرانسې په وروستي ځل په ۱۹۹۳ کال کې د اوسکار جايزه تر لاسه کړې وه.

د اوسکار د مقرراتو له مخې بايد ياد فلمونه د پروسږ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې او د سږ کال د سپتمبر د ۳۰ نېټې په حدودو کې په خپلو اصلي هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوي وي. د فلمونو فهرست به د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ تر ۱۴ مې نېټې پورې لنډ کړای شي چې د هاليووډ د کلنيو جايزو د ورکړې فصل بلل کيږي.

د اوسکار جايزو د ورکولو ننداره د فبروري مياشتې د ۲۸مې نېټې له پاره په نظر کې نيول شوې ده، چې دغه پېښه د ټولې نړۍ په څه باندې ۲۲۵ هېوادونو کې د تلويزيون پر پرده خپريږي.