1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د بن د راروان کنفرانس څخه څه غواړي

۱۳۹۰ آذر ۴, جمعه

افغان حکومت او د افغانستان مدني ټولنه د بن د راروان کنفرانس څخه بیلا بیلې غوښتنې لري. دغه کنفرانس به د راتلونکې میاشتې په لسمه نیټه په لاره واچول شي چې په کې به د ۹۱ هیوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازې ګډون ولري.

https://p.dw.com/p/13Gvf
آرشیف انځور: افغانستان به د بن د راروان کنفرانس مشرۍ پر غاړه ولري
آرشیف انځور: افغانستان به د بن د راروان کنفرانس مشرۍ پر غاړه ولريانځور: AP

د بن په کنفرانس کې چې د دسمبر د میاشتې په پنځمه نیټه په لاره اچول کیږي د ۹۱ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړپوړې دیپلوماټان او د ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

افغان امنيتي چارواکې وایي چې په دغه کنفرانس کې به د ورستیو لسو کلونو د لاس ته راوړنو سره د یوه خپلواک او د ملي حاکمیت لرونکي هیواد په توګه ګډون وکړي. دغه چارواکي زیاتوي چې د بن د کنفرانس مشرۍ به هم د افغانستان پر غاړه وي او هدف به یې د ۲۰۱۴ کال وروسته د لسو کالونو لپاره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ د ژمنې تر لاسه کول وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زي، آلمان غږ سره په یوې مرکه کې د بن د کنفرانس څخه د افغانستان د غوښتنو په اړه وویل:

«افغانستان غواړي چې د بن په کنفرانس کې په ۲۰۱۴ کال کې د امنیت د لیږد د بهیر د تر سره کیدو وروسته د لسو نورو کلونو لپاره هم د نړیوالې ټولنې د ملګرتیا او همکارې هوکړه تر لاسه کړي.»

هغه زیاتوي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت تر منځ همکارۍ دوام ولري. د پلان له مخې به په دغه وخت کې د امنیت د لیږد بهیر بشپړ شي او له افغانستان څخه به ټول بهرني ځواکونه خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاتوي چې تر دغې نیټې وروسته به افغانستان د بهرنیو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د لاسلیک شوو ستراتيژیکو سندونو له مخې خپلې اړیکې ټینګې وساتي.

د موسې زي په خبره د سیمیزو همکاریو تقویه کول هم د بن د راروان کنفرانس د مهمو موضوعاتو څخه ده. هغه وایې چې اوس مهال افغانستان د یوه نوې میکانیزم پر سره کار کوي ترڅو په دغه هیواد کې سوله راشي. موسې زی زیاتوي چې افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان همکاریو ته اړتیا لري چې پر دې به هم د بن په کنفرانس کې خبرې وشي.

د بن د کنفرانس څخه د افغانستان د مدني ټولنې غوښتنې

دا په داسې حال کې ده چې د مدني تولنې غړي د بن د کنفرانس څخه خپلې غوښتنې لري. د اداري فساد په وړاندې مبارزه، د بشرې حقونو او د هیواد د قضایې سیستم څخه ساتنه د هغو غوښتنو ‎په ډلې کې دي چې د افغانستان مدني ټولنه یې د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د بن په کنفرانس کې لري.

د افغانستان د مدني ټولنې غړو همداراز د نړیوالي ټولنې څخه غوښتې چې د امنیت د لیږد د بهیر ملکې اړخ هم د پام څخه و نه غورځوي او د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزي.

په افغانستان کې د محلي پولیسو نه جوړول او د افغانستان د مدني ټولنې څخه ملاتړ کول د نړیوالې ټولنې څخه د مدني ټولنې نورې غوښتنې دي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم