1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د تاجکستان سرحد ته نور لښکر لېږي

۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي، چي ډير ژر به د تاجکستان له پامير سيمي سره سرحد ته نور ځواکونه ولېږي. په دغه غرنۍ سیمه کښي دوې ورځي مخکي سخت خونړی جنگ وسو.

https://p.dw.com/p/15ej8
انځور: picture-alliance/dpa

د تاجکستان د جمهور رئيس امام علي رحمان مطبوعاتي دفتر وايي، چي افغانستان د تاجکستان د بدخشان ولايت سره د پولي د ساتني له پاره نور اضافي لښکر لېږي.

سرچينه وايي، چي په دې اړه د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د جولای ۲۶) د افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه د تاجيک سيال امام علي رحمان تر منځ په يوه تليفوني تماس کښي موافقه سوې ده:

«حامد کرزي وعده وکړه، چي په نژدې راتلوکې کښي به سرحد ته، په ځانگړې توگه د خاروغ له سيمي سره د افغانستان- تاجکستان سرحد د ټينگېدو له پاره نور امنيتي ځواکونه ولېږي.»

دوې ورځي مخکي د تاجکستان د بدخشان ولايت د خاروغ ښار له غير مسئولو وسله والو ډلو څخه د پاکولو د عملياتو پر مهال سخت جنگ وسو.

دغه عمليات له هغه وروسته پيل سول، چي په خاروغ ښار کي د تاجکستان د بدخشان ولايت د ملي امنيت رئيس جنرال عبدالله نظروف ووژل سو.

امنيتي ځواکونه وايي چي د جنرال نظروف د وژلو طراح د دولت پخوانی مخالف قوماندان طالب عيام بيکف دئ.

په دغه جنگ کښي ۱۲ تنه امنیتي ځواکونه او ۳۰ تنه غير مسئول وسله وال ووژل سول او ۴۰ تنه نور ژوندي نيول سوي دي. په نيول سوو کسانو کښي ۸ تنه افغانان هم شامل دي.

د تاجکستان د امنيتي ځواکونو په وينا نيول سوي افغانان په افغانستان کي له طالبانو سره په لاس لرلو تورن دي.

خاروغ د دوشنبې په جنوب ختيځ ۵۲۰ کيلومترۍ کي د پنج رود پرغاړه، چي افغانستان او تاجکستان سره جلا کوي پروت دئ.

د تاجکستان د جمهور رئيس د مطبوعاتي دفتر په خبره دواړو جمهور رئيسانو حامد کرزي او امام علي رحمان پر دې باندي ټينگار وکړ، چي په سیمه کښي ثبات راوستل د سولي په ټينگولو کي مرسته کوي.

د دواړو گاونډيو هيوادونو مشران، پر دې سره سلا سوي دي چي د ۱۳۴۴ کيلومتره گډ سرحد د په کلکه ساتلو له پاره ژر تر ژره اقدام وکړي او د ترهگرو د فعاليتونو مخه ونيسي.

په تاجکستان کښي د مختلفو بانډونو د نيولو په عملياتو کي اکثره وخت افغانان نيول کيږي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم