1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د زعفرانو د توليد کچه لوړه سوې ده

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

افغان کرونده گرو سږ کال د زغفرانو له لاري نزدې ۵۰۰ ميليونه افغاني تلاسه کړي دي. حکومت وايي د زعفرانو کروندي په چټکۍ سره په ملک کې د پراخیدو په حال کې دې او له دغه اړخه د عوایدو کچه هم سږ کال د پام وړ لوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/18jJo
Titel: Safran Bildbeschreibung: Safranernte in Nord iranische Provinz Golestan. Stichwörter: Iran, Land und Leute, KW45, Safran, Ernte, Wirtschaft Quelle: MEHR Lizenz: Frei
Safranانځور: MEHR

د افغانستان د کرهڼي وزارت له خوا په يوه خپره شوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي دغه وزارت په پام کي لري، چي د زعفرانو د کښت په برخه کي د کرونده گرو د روزلو له پاره د تخصصي زده کړو يو انستيتيوت هم جوړ کړي.

افغان حکومت او نړیوال هڅه کوي چي د زعفرانو د کښت په مرسته د کوکنارو کروندې لږ او بالاخره له منځه يو سي. لیکن په دغه برخه کې د شوي پرمختګ سره سره ډیري ستونزي لا پر خپل ځای پاتي دي.

د زعفرانو د پالني له اړخه تر کوکنارو په ګرانه پالل کیږي لیکن د حاصلاتو ګټه یي تر کوکنارو کمه نه ده. د زعفرانو کروندې تر اوسه پوري یوازي هرات، بادغیس، ننګرهار او لغمان ولایتونو ته پراخي شوي دي او په دې ورستیو کې د غزني يو شمېر کرونده يې هم کرلو ته مخه کړې ده.

«زعفرانو ته مو بايد بازار پيدا سي»
«زعفرانو ته مو بايد بازار پيدا سي»انځور: DW

خو د زعفرانو کرونده ګر وایي چې د دوی د حاصلاتو ډیره ګټه د هغو دلالانو جیبونو ته ځي چې زعفران له افغانستان څخه دباندي انتقالوي.

ویل کیږي چې د یوه کیلو زعفرانو بیه په پټي کې له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ ډالرو ته رسیږي چې بیا وروسته په دوهم او دریم ګام کې تر څلورو زرو امریکايي ډالرو پوري رسيږي.

د زعفرانو یوه کرونده ګر محمد نسیم دويچه ويله ته وویل، چې که چیر دوی وکولای شي چي له بهرنیو مارکیټونو سره نیغي اړیکي پیدا کړي نو عواید به يې تر دي هم زیات شي:

«موږ تر اوسه نه یو توانیدلي چې له بهرنیو شرکتونو سره معامله وکړو، هغه دلالان چې زموږ او نړیوالو بازارانو تر منځ کار کوي ډیره ګټه هغوی اخلي.»

د زعفرانو کرونده ګر حکومت تورنوي چې د بازار موندني په برخه کې یې د دوی محصولاتو ته ډیر کار نه دی کړی او که حالت همداسي دوام وکړي یو شمیر زعفران کرونکي به بیرته له دغه کښت څخه لاس واخلي.

زعفران
زعفرانانځور: Isna

مرکزي حکومت هم دا مني چې په دغه برخه کې ستونزي شته، لیکن د اوارولو له پاره یي کرار نه دي ناست.

د کرهني وزارت د ترویج د مشر حکم خان په وینا، دوی په راتلونکو کلونو کې د زعفرانو له پاره د بازار موندي په برخه کې ډیر پلانونه ترلاس لاندي لري.

د هغه په خبره د زعفرانو د روزني له پاره به یوا نستیتیوت هم رامنځ ته کړي چي کرونده ګرو ته تخصصي زده کړي ورکړي:

«په راتلونکو پروګرامونو کې به ډیره برخه بازار موندني ته ځانگړې شي، چي خپل تولید نړیوالو بازارنو ته عرضه کړو او د خپلو زعفرانو د کرونده ګرو او نړیوالو بازارنو ترمنځ یوه مستقیمه اړیکه ټینګه کړو چې له اوسنیو دلالانو څخه خلاص او ډیره ګټه کرونده ګرو ته ورسوو.»

ویل کیږي چې اوس زعفران د کوکنارو د بديل له پاره تر ټولو مهم او قیمتي شمیرل کیږي. که چیري حکومت وکړای شي د کوکنارو د کرکیلي د ترویج ترڅنګ په نړیوالو بازارانو کي ورته ښه مارکیټ جوړ کړي نو په راتلونکو کلونو کې به افغانستان د زعفرانو د تولید په برخه کې په یوه عمده هیواد بدل شي.